ويب ډیسک
امریکا له افغانستان سره د مالي تعاملاتو اړوند تازه درې جوازونه صادر کړي دي څو افغانانو ته بشري مرستې په ورسیږي
د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې په افغانستان کې وضعیت ترینګلی دی او دوی سره له دې چې پر نوي حکومت بندیزونه وضع کړي دي، خو نړیوالې مرستندویه موسسې او ان د امریکا حکومت کولی شي چې له افغانانو سره بشردوستانه مرستې وکړي او په هغو پروژو کې ونډه واخلي چې ګټه یې عامو افغانانو ته رسېږي.
امریکا همدا راز ویلي چې له دې وروسته افغانستان ته د توکو رسولو، سوداګرۍ او دغه هېواد ته د پیسو په حواله کولو کې ستونزه نشته او په بهر کې مېشت افغانان هم کولی شي خپلو کورنیو ته نغدې پیسې واستوي.


