ويب ډیسک
د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستیال دفتر (یوناما) وايي، د طالبانو له قبضې وروسته د ښځو د حقونو د کمزورې کېدو شاهد دي.
یوناما د جمعې په ورځ د ډېسمبر په لسمه د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې اعلامیې کې د افغانستان لپاره د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې پر اصلي اهمیت ټینګار کړی او له طالبانو یې غوښتي چې خپل ملاتړ څرګند کړي.
په ورته ډول، دې موسسې زیاته کړې چې سږ کال د بشري حقونو د نړۍ والې ورځې شعار هم پر “برابرۍ” متمرکز دی.
خو طالبانو حکومت تر اوسه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت هيڅ اعلامیه نه ده خپره کړې.


