شاعر: محمود دروېش
ژباړه: زهير
ستالپاره نیکي هیلي پېرزوني نور هیڅ ویلای نسم
د کوم یې را واخلم او اختتام یې څه ډول وکړم
وخت په بیړه روان دی،دې جلا وطني کي بې د یوې ډوډۍ۔۔۔۔
اوږدې پرېشانۍ ،ناهیلیو ډک یو کتاب پرته نور څه را سره پاته نه دي
د کومي یې درته را پیل کړم ،د هغه چي لوظونه ورباندي سوي یا به ورباندي وسي
ما به خپل کور ته نه استوي ،باران به نور نه اوري ،نه به ستړو چول نيولو۔۔۔
له سیله را بېل سوو مرغانو ته غوړېدلي وزرونه ورکوي
په رادیو خورونکي خبر کي راته وایي ،ووایه چي زه روغ جوړ
او سلامت یم ،زه د باد مرغۍ ته وایم که دي هلته ګزر وسي زما پېغام درڅخه هېر نسي
”ووایه زه تراوسه سلامت یم“
وو! زه سلامت یم تر اوسه مي د سترګو رڼا سلامت پاته ده۔۔۔۔
آسمان مي لا تر اوسه له سپوږمۍ بې برخي سوی نه دی
زما پخوانی لباس زما پر بدن تر اوسه سلامت پاته دی
اوس به حتماً ځای،ځای تار،تار وي پینې مي ورته وشتلي دي
موري زه اوس تر شل کلنۍ اوښتی یم د مردانو په څېر مي۔۔۔۔
د ژوند بار اخستی دی یو ریستوران کي لوښي مینځم هم یې
راتلونکو ته کافي جوړوم
خپلاسي خوشالي په غمګینه څېره کي ځنګوم چي دا ډول سکون
او اطمنیان ورځني جوت کړم
اوس چي دېوال ته څه مهال ډډه ووم پېغلو انجونو سره حال
پوښتني مهال سګریټ هم څکوم
دا انجوني که نه وایي ژوند به د زغم توان د لاسه ورکړی وای
ملګري مي د یوې ډوډۍ لپاره سوال کوی ،دا هم څه ژونددی
چي
هره شپه لوږي بیدیږو
زه سلامت یم ډوډۍ سته هم ورسره قورمه لرم
پر رادیو مي د ټولو جلا وطنو پېغامونه واورېدل ټول هم دا وایي
موږ سلامت یو ،هیڅوک هم دا نه وایي ،موږ ناخوښه یو۔۔۔۔
د پلار مي څه حال دی هم هغه د پخوا په ډول خپل لمونځونه کوي
د ماشومانو ،زیتون ونو او د خپلي خاوري سره هم هغه ډول مينه کوي
وروڼه مي څنګه دي ،ښونکي مقررسول څه ډول چي مي دپلار ارزو وه
موري!پوهیږې چي سترګي مي ولي را ډکي سي
کوم یو ماښام چي ناروغه سم او شپه راباندي خپل زړه وسېزي
زه خو یومهاجر دلته راغلی یم بیا تر اوسه خپل کور ته ستون نسوم
هغه ونه چي زه تر لاندي پریوزم راسره اشنا به وي او و به وایي
چي دا بې روح هم یو وخت انسان وو،زما مړی به له ځناورو وژغوري
زما ګراني موري! دا پاڼي پوهیږې ولي توروم ،کوم یو ډاک به يې يوسي
سمندري ،هوایي ،زمیني ټولي لاري تړلي دي
دا هم امکان لري چي تاسو ټول بې وژلي یاست یا به بې درکه سوي ياست
څوک څه ډول بې وطنه ،بې کوره ،بې بیرغه ژوندي پاتېدلای سي.


