دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان کې د اومېکرون بڼې لومړی مشکوک کېس په کراچۍ کې مخې...

پاکستان کې د اومېکرون بڼې لومړی مشکوک کېس په کراچۍ کې مخې ته راغلی دی.

ويب ډیسک

په پاکستان کې د کورونا وايرس د اومېکرون بڼې لومړی مشکوک کېس په کراچۍ کې مخې ته راغلی دی.
د سیند صوبې د صحت وزيرې ډاکټر عزرا پيچوهو د ډېسېمبر پر نهمه په يو ويډيويي پيغام کې ويلي چې په مشتبه توګه يوه ۵۷ کلنه ښځه له اومېکرون وایرسه متاثره شوې ده خو د جينياتي مطالعې وروسته به یقين سره ووايي چې دا کېس د اومېکرون دی او کنه؟

دی وویل، له ياد وايرسه هغه خلک زيات متاثره کېږي چې واکسين شوي نه وي او متاثره شوې ښځه هم واکسين نه دی کړی.

د نومبر په مياشت کې په لومړي ځل جنوبي افريقا کې د کورونا وايرس دا نوې بڼه راپیدا شوه او په تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

راپورونه وايي،د نوې بڼې د ناروغۍ علامې د پخوانيو هغو په پرتله شديدې نه دي.

بلخوا په پاکستان کې د کورونا وايرس واکسين ورکولو بهير هم دوام لري.

د کورونا وايرس د څار ملي اداري (نيشنل کمانډ اېنډ اپريشن سېنټر) پر وبپاڼه ليکلي چې د ډېسېمبر پر نهمه سهار په ټول هېواد کې تر پينځه کروړه ۴۵ لکه څخه زيات کسان بشپړ واکسين شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه