دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان اړوند د سیمې په کچه وروستي پرمختګونه

د افغانستان اړوند د سیمې په کچه وروستي پرمختګونه

ويب ډیسک

په دوحه کې نن د امریکايي چارواکو او د طالبانو د پلاوي ترمنځ خبرې کېږي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي، په دې خبرو کې به د دواړو خواوو د غوښتنو او اندېښنو په اړه ژور بحثونه وشي.

له امریکايي چارواکو سره په خبرو کې د طالبانو مهمه غوښتنه د هغې بانکي زېرمې آزادول دي چې امریکا د دوی له واکمنۍ سره سم کنګل کړې ده.

له بلې خوا اروپايي چارواکي وايي چې طالبانو په قطر کې په تېرو دوو ورځو کې له دوی سره د خبرو پر مهال د افغانستان د هوايي ډګرونو د فعالیت د دوام په چاره کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د اروپايي ټولنې د بهرني اقدام د خدماتو ادارې (EEAS) په یو بیان کې ویلي چې له طالبانو سره خبرې د طالبانو د موقت حکومت د رسمیت پېژندنې معنی نه لري بلکې دا د اروپايي ټولنې او افغانستان د خلکو د ګټو په خاطر د اروپايي ټولنې د عملیاتي تعامل یوه برخه ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي دي چې په دې خبرو کې په مهمو موضوعاتو بحثونه شوي او دواړو لوري په ځینو ټکو هوکړې ته رسېدلي دي.

په همدې حال کې د یوشمېر آسیايي هېوادونو مشرانو له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې.

له لسو هېوادونو جوړ د اقتصادي همکاریو سازمان- ایکو چې پر افغانستان سربېره ترکیه، ایران، پاکستان او د منځنۍ آسیا شپږ هېوادونو یې غړي دي، د یکشنبې په ورځ په ترکمنستان کې په خپله سرمشریزه کې همداراز ژمنه کړې چې له افغانستان سره به مرسته کوي.

د اسوشیتيدپریس خبري اژانس د راپور له مخې دې ټولنې د تجارتي موانعو د لیرې کولو او په سیمه کې د نویو ترانسپورتي دهلیزونو د رامنځ ته کولو لپاره غږ کړی. دوی د افغانستان پر روان وضعیت هم اندېښنه وښوده خو په عین حال کې یې ژمنه وکړه چې د افغانستان له ثبات سره به مرسته وکړي.

د راپور له مخې د پاکستان ولسمشر عارف علوي سرمشریزې ته د وینا پرمهال د افغانستان د اقتصادي او مالي سقوط په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې اسلامي نړۍ باید د داسې یوې فاجعې د مخنیوي لپاره امکانات ځانګړي کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه