ويب ډیسک
په خوست ولایت کې یو شمېر قومي مشرانو د طالبانو د حکومت له ځايي چارواکو سره یوه ناسته کې د هغو وژنو او د طالب وسله والو د ناسم چلند په تړاو خپل غږ پورته چې په وینا یې، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې شوي دي.
د سیمې خلک وايي، چې په تېرو څو اونیو کې هلته یو شمېر مخکني افغان سرتېري وژل شوي دي. د هغوی په وینا، په دغو هدفي بریدونو کې په ځانګړې توګه د خوست-ساتنې ځواک یا کمپاین په نامه سرتېري په نښه شوي دي.
هغوی همداراز وايي، چې طالبان د دغه مخکني ځواک کسان ځوروي او د هغوی شخصي ګاډي هم ترې په زور بیايي.
د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، بېګا د بي بي سي په ستاسې غږ پروګرام کې بیا ټینګار وکړ، چې مشرتابه یې عمومي بښنه اعلان کړې او په وینا یې د مخکني دولت کسانو ته زیان رسول یې تګلاره نه ده.
خو د طالبانو د دغه رسمي دریځ خلاف، په تېرو څو میاشتو کې پر خوست سربېره د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم د طالب وسله والو لخوا د خلکو د ځورونو او وژنو رپوټونه ورکړ شوي دي.


