ويب ډیسک
د سیمه ییزو هېوادونو مشرانو پرون په ترکمنستان کې د اکو د اقتصادي همکاریو سازمان په ۱۵مه غونډه کې د افغانستان پر وضعیت اندېښنه وښوده.
د ترکیې ولسمشر په افغانستان کې بشري وضعیت سخت او د اندېښنې وړ بللی او د پاکستان ولسمشر په افغانستان کې سوله د سیمې هېوادونو د اقتصادي حل د بریا کیلي بولي.
اردوغان ویلي، د مهاجرت د بحران د مخنیوي لپاره باید د افغانستان اقتصاد پیاوړی شي.
د ایران ولسمشر همدا راز ویلي چې د ژمي موسم په رارسېدو سره د افغانستان خلک تر بل هر وخت مرستو ته اړتیا لري.


