سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسراج الحق : ادارې دې د ملک په سیاسي چارو کې...

سراج الحق : ادارې دې د ملک په سیاسي چارو کې دې لاسوهنه بنده کړي

ویب ډیسک

د جماعت اسلامي امیر سراج الحق د پاکستان استخبارتي ادارو «اسټبلشمنټ» نه غوښتنه کړې چې د ملک په سیاسي چارو کې دې لاسوهنه بنده کړي او د اولس تنقیدونو نه دې ډډه وکړي.

د یکشنبې په ورځ د جماعت اسلامي ګوند لخوا د ځوانانو د مارچ ګډون کوونکو ته د وینا پر مهال وویل:

د جمعیت اسلامي ځوانانو پاکستان په فدرال پلازمينه کې د بې روزګاره تعليم يافته خلکو د بې روزګارۍ او انفلاسيون خلاف احتجاج کولو لپاره د ټول ملک نه د بې روزګاره خلکو مارچ جوړ کړى وو. د مارچ ګډونوالو د حکومت د ځوانانو ضد پالیسیو پر ضد شعارونه پورته کړل.

د جماعت اسلامي ګوند امیر د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته د ۱۰ میلیونه دندو د رامنځته کولو ژمنه ورپه ګوته کړه، لاریون کوونکو د سفارت له سړک څخه تر ډي چوک پورې لاریون وکړ او ژمنه یې وکړه چې د خپلو حقونو لپاره به مبارزه جاري وساتي تر څو واکمنان د خپلو حقونو تامین نه وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه