پښتو جرنل
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون وايي چې پښتانو ته چې چرته هم ځما اړتیا پیښه شي زه به هغه ځی ته خامخا ورځم څوک ځما مخه نشي نيولی.
منظور پښتون دا خبرې د بلوچستان ایالت ستر ښار کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په يوې پراخې احتجاجي غونډه کې وکړې – یاد دې وي چې د یکشنبې په ورځ د کوټې په هاکي لوبغالي کې د علي وزیر، اویس ابدال او د حنیف پښتون د بندي کیدو په ضد دا غونډه جوړه شوې وه .
منظور پښتون په خپلو خبرو کې وویل چې د پاکستان دولت تحريک طالبان پاکستان او تحریک لیبک سره خبرې که او د هغو خلک له زندانو خلاصه يي خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ته انصاف نه ورکوي – منظور زیاته کړه چې موږ به تر هغو خپل احتجاجونه ته دوام ورکړو چې له څو پاکستان دولت دې ته مجبور نه کړو چې زمونږ بندیان راخلاص کړئ .
منظور په خپلو خبرو کې وویل چې حکومت يوې خوا ته پاکستاني طالبانو سره خبرې که بلې خوا ته په چیک پوسټونو عام وګړي زوروي .
هغه وویل چې پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتنو د تړون غورځنګ ده او موږ به ټول پښتانه سره یو ځای کوو دا زمونږ مرام ده .
منظور پښتون د سند په حکومت غږ وکړلو چې تاسو وايي موږ جمهوري خلک یو ، یواې خوا ته وايي چې موږ د علي وزیر په کیس کې کار نلرو خو بل لور ته په عدالت کې د کیس اوریدلو د نیټې ځنډیدو لپاره درخواست ورکوي دا کرڼه به ستاسو ده جمهوري دعوې نفي وکړئ.
منظور پښتون د افغانستان د اوسني وضعیت په هکله وویل چې د نړۍ لویو قوتونو افغانستان د تبايي نښان جوړوي لګیا دي – هغه وویل چې د افغانستان د اولسونه د دردونو غږ به دوي جوړیږي او د دوي غږ به بدرګه که يي
یاد دي وي په یاده غونډه کې په ګڼ شمېر خلکو ګډون درلود.


