یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنېشنليزم ٬ پښتون قوم پرستي او سياسي کړنلاره ..!

نېشنليزم ٬ پښتون قوم پرستي او سياسي کړنلاره ..!

لیکونکی:زاهد الله زاهد

د اوسني قام تصور او قامپرستي نظريه له ننه مخکې بيل ډول اوس بيل ډول ده، لغات او سياسي نظريات تل له معروض سره تغير خوري.
په پنځلسمه پېړۍ کې د “چاپ مېچن/Printing Press” اختراع سو نو په نتیجه کي دوه کروړه کتابونه چاپ سو. دا په داسې وخت کي چې د اروپا بشپړه نفوس لس کروړه وو. ويل کېږي چي د همدغه کتابونو، علمونو او ډول ډول نظرياتي اثرونه په نړۍ کي د قوم پرستي، شناخت او د قامي سوال راپارولو کي لوى رول ولوباوه.
په تاريخ کي د نېشنليزم ټکی په باقاعده توګه هغه وخت وکارول شو کله چې ١٧٨٩ﺀ کې د فرانس انقلاب له شهنشاهيت څخه ولس ته آزادۍ ورکړه او ولس د اروپايي بريدونو په وړاندې سره يو شول نو د هم دې پس منظر په نتیجه کي په لومړي ځل په ١٧٩٨ﺀ کي د “Nationalism” لغت وکارول شو.

د نېشنليزم عمومي تعريف په لاندي ډول ده.
Nationalism: ملت پالنه / قام پرستي

Nationalism is an ideology that holds that a nation is the fundamental unit for human social life and takes precedence over any other social and political principles. Nationalism refers to both a political doctrine and any collective action by political and social movements on behalf of specific nation.
ژباړه : نېشنليزم یوه ایډیالوژي ده چې د یو قام د انساني ټولنیز ژوند لومړنۍ اکائی ګڼل کېږي او تر بل هر ټولنیز او سیاسي اساساتو يې غوره بلل کېږي. نېشنليزم د سیاسي کړنلاري او د ځانګړي قام په استازیتوب د سیاسي او ټولنیزو خوځښتونو لخوا هر ډول عمل ته اشاره کوي.

د نېشنل ازم دوه ډولونه، رياستي او کلتوري نېشنليزم .!

تاريخ کې دوه ډوله طبقې نېشنليزم معرفي کوي، لومړۍ هغه طبقه کوم چې په سياسي او اقتصادي بنياد رياستي نېشنل ازم بيانوي او د رياست قيام ورته لازمي ګڼي او دا تاثر ورکوي ګواکې د رياست بغيره قام خپل شناخت نه شي ساتلى.
د بېلګي په توګه، اسرائیل او داسې نور استعماري ملکونه.
دوم هغه طبقه کوم چې په پيداواري وسايلو او حقونو کې مساوي ونډه نه لري او دوى د خپل شناخت او بقا سره مخ وي نو هغه طبقه بيا د ژبې، کلتور او تاريخ په بنياد نېشنل ازم تشریح کوي او تاريخ ګوا دى چي کلتوري نېشنل ازم تل د آزادۍ لپاره خپل شوى او په آخيرني مرام “آزادي” پاى ته رسي.

په منقسم محکومې پښتونخوا کې د پښتون قامي سياست اساس هم په کلتوري نېشنليزم ولاړ ده. زموږ مصلحت، غلطي او ذاتي ګټي کېداى شي د پښتنو مرام آزادي وځنډوي خو که څوک ژاړي او که خاندي، د پښتون قام پرستي پاى “آزادي” ده ځکه دا زما زما ذاتي رايه نه اما دا پايله د تاريخي واقيعتونو څخه څرګندېږي.
د بېلګي په توګه جرمني ( جرمني هم د کلتوري نېشنليزم په اساس ١٨٧٠ﺀ کې سره يو ځاى شو کنې له دې مخکې په وړو وړو سلطنتونو وېشل شوى وو)، بنګله دېش او داسې نور قامي رياستونه.

د لينن وينا ٬ زموږ نېشنليزم او سياسي کړنلاره .!

لينن د بالشويک انقلاب مخکې په ۱۸۹۹ء کښی د بالشويک ګوند د کړنلارې په ترڅ کي وويل٬
” د پانګوال نظام د ارتقاء څخه څرګندېږي چې په لويه کچه توليد کم توليدي اجزا له منځه وړي او داسې حالات رامنځته کوي چې د ټولنې لپاره د اشتراکي نظام امکاناتو ته زمينه مساعدوي او موږ ته درس راکوي چې په پاخه رسمونو ٬ سياسي دسيسو٬ سرچپه مقرراتو او بې منطقه ډول ډول نظرياتو کښی به څه ډول د طبقاتي مبارزې پېژندګلوي کوؤ. هغه مبارزه چي د شتمنو طبقات او بې ملکيته اولس ٬ پرولتاريه تر منځ دوام لري کومه چې د بې ملکيت اولس د مبارزې سرخېل دي.ده د انقلابي اشتراکي ګوند دا حقيقي مسوليت واضح کړ.
د ټولنې د سم له سره د جوړښت پروژه مه جوړوئ ٬ له سرمايه دارو او د هغوي له تالۍ څټو ته دا وعظ مه کوئ چې د مزدور طبقې حالت ښه کولو لپاره ګامونه واخلي ٬ د دې لپاره دسيسې مه جوړوئ اما د پرولتاريه طبقاتي مبارزه منظم کړئ او د دې مبارزې لارښونه وکړئ چې آخري مرام يې دا دی چې پرولتاريه سياسي واک ترلاسه کړي او اشتراکي ټولنه رامنځته کړي.”
په هم دې اساس او کړنلاره د اکتوبر ۱۹۱۷ء ستر بالشويک انقلاب وسو.
اوس راځو زموږ نېشنليزم ته ٬

سندهي نېشنليزم:
د سندهي نېشنليزم د بلها نورو کمبوتياوو سره سره يوه لويه غلطي دا وه چي د دوی سياسي لرليد ډير محدود وو او خپل څرګند قامي کړنلاره يې نه درلوده او د قامي سوال حل کولو په ځای يې د قام حالت ښه کولو لپاره د ريفورمونو غوښتنه کوله لکه د بمبئ څخه د بېلېدلو مسله ٬ د پاکستان په جوړښت کښی د سندهيانو رول او د ون يونټ له منځه وړلو مبارزه ٬ کله چې دا غوښتنې تکميل ته ورسېدې نو د سندهيانو سره مخ په وړاندې هيڅ قامي پروګرام يا کړنلاره پاته نه سوه او دا يې يو علت ؤ چې سندهي نېشنليزم تيت پرک شو.

پښتون نېشنليزم:
د پښتون نېشنليزم بشپړه ادب په قامي خپلواکي٬ د لوی کور افغانستان دفاع او د قامي غلامۍ څخه خلاسون په اساس تشکيل سوی او په هم دې اساس پښتون نېشنليزم محبوبيت موندلی خو اوس اکثره د پښتون قامپرستانو څخه د قامي غلامي په ځای د قامي استحصال يا استثمار کليمه اورېدل کېږي کومه سياسي بيانيه چې د قام له غلامۍ څخه د خلاسون لپاره بنسټ ګڼل شوي وه هغه قامي سياسي بيانيه اوس زياتره د قام د حالت ښه کولو لپاره په ريفورمونو تکيه کوي او دا به د پښتون قامي تحريک د مبارزې او قربانيو سره لويه درغلي وي هغه ځکه که سبا د پښتون قام دا د ريفورمونو غوښتنې د سندهي قام د غوښتنو په څېر تکميل ته ورسېدې نو د پښتون نېشنليزم مخ په وړاندې کړنلاره به څه وي؟
شاعر وايي ٬
لفظونه سم کاروم ، سم ساتم حساب د تاريخ
زه غلامۍ ته د حقونو استحصال نه وايم ..!
خان زمان کاکړ
او د صاحب شاه صابر په وينا ٬
وخت چې په ما د څه احسان کوي نو داسې کوي
مانه څرمن اوباسي ٬ مانه ترې څادر جوړوي ..!

اوس دلته د لينن سوسياليستي کړنلاره د پښتون نېشنليزم سره مقايسه کوم او ويل دا غواړم چې له څنګه چې د مزدور طبقې د ژوند ښه کولو لپاره لينن ريفورمونه نه غوښتل او دا يې د پرولتاري انقلاب په لار کښې خنډ بلل او دوی منظم کول مقصد يې انقلاب ؤ او په دې اساس بريالی هم سو نو پښتانه قامپرستان بايد هيڅکله په قامي ريفورمونو قامي سوال قرباني نکړي ځکه د ريفورم غوښتل د خپل څرمن څخه جوړ څادر غوښتلو په مانا دی او د پاکستان د واکدارانو لخوا د محکومو قامونه ته ليږ څه ليږ حقوق ورکول که څه هم ليږ د قام وضعيت ښه کوي خو قامي سوال نه حل کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه