دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهننګرهار: خبریالانو اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د اسانتياوو...

ننګرهار: خبریالانو اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د اسانتياوو غوښتنه کړې

ویب ډیسک

په ننګرهار کې خبریالانو د يوې ناستې په ترڅ کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د اسانتياوو غوښتنه وکړ

ياده ناسته نن د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رياست په کوربه توب جوړه شوې وه چې په کې د سيمه ييزو، ملي او نړيوالو رسنيو خبريالانو او په ننګرهار کې د رسنيو د ملاتړ ټولنو استازو ګډون کړی وو.

خبریالانو اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د ستونزو تر څنګ د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي او امنیتي ګواښونو مخنیوی او د اقتصادي ستونزو حل وغوښت.

ننګرهار کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر يوسف ظريفي وويل، چې ننګرهار کې خبريالان اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ګڼو ستونزو سره مخ دي او دغه برخه بيخي صفر شوې ده.

هغه زياته کړه چې رسنۍ له اقتصادي او امنيتي ننګونو سره مخ دي او دغه راز لا هم د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي قضيې شته چې په تېرو څو مياشتو کې څلور خبريالان وهل او ټکول شوي دي.

بل لور ته د ننګرهار د خبريالانو ټولنې مشر رحمت الله زيارمل هم اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې شته ستونزې شريکې کړې او غوښتنه يې وکړه چې په دغه برخه کې دې اسانتیاوې برابرې شي.

په ورته وخت کې، د اطلاعات او فرهنګ رييس نور محمد حنيف ژمنه وکړه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې به اسانتياوې برابروي چې نننۍ غونډه د دغې هڅې يوه کړۍ ده.

هغه زياته کړه، د اوس لپاره خبريالان د راپور جوړولو او له چارواکو سره د مرکو لپاره د اطلاعات او فرهنګ رياست سره اړیکه نیسي چې دوی وخت په وخت همکاري ورسره کړې ده.

هغه دا ژمنه هم وکړه چې د خبريالانو د امنيتي اندېښنو، اقتصادي ستونزو او تاوتريخوالي ستونزې به له ولايت مقام سره شريکوي او په ګډه به ورته حل لارې لټوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه