‏د معاش نه ورکولو له امله د افغان-جاپان روغتون کارکوونکو کاربنديز وکړ.

0
69

ویب ډیسک

کابل
د افغان-جاپان روغتون ډاکټران وايي، که چېرې تر یوې بلې اوونۍ د هغوی میاشتيني معاش ورنه کړل شي، د دغه روغتون دروازه به وتړل شي.

همدا راز دوی زياتوي، چې کابو پنځه میاشتې کېږي چې خپل معاشونه یې نه دي ترلاسه کړي

.
ورته مهال د دغه روغتون ډاکټران له عامې روغتیا وزارت غواړی چې دغه روغتون ته درمل، اکسیجن او روغتیايي تجهیزات برابر کړي او د هغوی د

کارکوونکو معاش هم ورکړي ترڅو د روغتون دروازې ونه تړل شي.