ویب ډیسک
د روسيې خارجه وزير سيرګي لاوروف د نومبر په ۸مه نېټه د وينزويلا له خارجه وزير فليکس پلاسنسيا سره له ليدنې وروسته خبريالانو ته ويلي، چې د تور سمندر په سيمه کې د ناټو له پوځي تمرين څخه څرګندېږي،
چې امريکا او ملګري هېوادونه يې غواړي د روسيې مخنيوی وکړي. د دوی دغه کړنه د روسيې – ناټو شورا له بنسټيزو سندونو څخه سرغړونه ده.
ناټو ژمنه کړې، چې خپل پوځي سامان آلات به ختيځې خوا کې، يعنې د ناټو نويو غړو هېوادونو په خاورو کې ځای پر ځای نه کړي، خو امريکا په رومانيا او بلغارستان کې د سمندري پوځي اډې د جوړولو هيله څرګنده کړې ده.
لاوروف وويل، روسيه چمتو ده، چې د هر ډول وضعيت او لمسون پر وړاندې مقاومت وکړي.


