دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایران :موږ اوس په داسې حالاتو کې نه یو چې د افغانستان...

ایران :موږ اوس په داسې حالاتو کې نه یو چې د افغانستان د حکومت د مشروعیت په اړه خبرې وکړو

ویب ډیسک

ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده د افغانستان په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه د حسن کاظمي له ټاکل کېدو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې: «دوی په بهرنیو چارو وزارت کې مستقر دي او خپل فعالیتونه یې پیل کړل او کابل ته به هم سفر ولري.»

 

هغه د ایران له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه وویل:«موږ اوس په داسې ټکي کې نه یو چې د افغانستان د حکومت د هیات د مشروعیت په اړه خبرې وکړو په افغانستان کې د ټولو اقوامو او توکمونو په ګډون د ټول شموله حکومت رامنځته کول د یو مسول حکومت په توګه.

نړۍ واله ټولنه ورته په تمه ده او زموږ تګلاره روښانه ده او د افغانستان د خلکو د ارادې پر بنسټ موږ د افغانستان خلک یوازې نه شو پرېښودلای د افغانستان د حکومتدارۍ بورډ د ایران او نړۍ والې ټولنې دریځونه هم پېژني او له دوی مو غوښتنه کړې چې د مسوول حکومتدارۍ بورډ په توګه عمل وکړي.»

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه