ویب ډیسک
د هرات ولایت د استخباراتو ریاست ویاند ثابت هروي وايي، په هرات ښار او څو ولسوالیو کې یې د بیلابیلو عملیاتو په ترڅ کې د انسان تښتوونکو درې ډلې له منځه وړي او د هغوی له منګولو څخه یې یو شمېر کسان آزاد کړي دي.
نوموړی زیاتوي په نیول شوو کسانو کې یو شمېر هغه کسان هم شامل دي چې د ا.ا له نوم څخه یې ناوړه ګټه پورته کوله.
هروي په دې هکله داسې ویلي: « په هرات ښار کې مو ۲۰ تنه مسلح غله او د ښار او ولسوالیو څخه مو ۱۳ تنه انسان تښتوونکي نیولي دي.


