ویب ډیسک
د بهرنيو رسنيو د راپورونو له مخې په پاکستان کې د ترویکا پلس لړۍ بل کنفرانس د افغانستان په اړه ترسره شي. په دې کنفرانس کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ هم ګډون کوي.
همدا راز د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم دې غونډې ته وربللی شوی دی.
تر څنګ به یې د افغانستان لپاره د روسیې او چین ځانګړي استازي هم په دې کنفرانس کې ګډونوال وي. په کنفرانس کې د افغانستان پر وضعیت، بشردوستانه مرستو او نورو مسایلو خبرې کېږي.


