سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههرات کې یو کس د فیسبوک او واټس اپ د هیک کولو...

هرات کې یو کس د فیسبوک او واټس اپ د هیک کولو په تور نیول شوی

ویب ډیسک

د هرات امنیه قومانداني د ټولنیزو شبکو د هک کولو د هڅې په تور د یو تن د نیولو خبر ورکوي.

دغه موسسه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، نیول شوي کس په ټولنیزو شبکو فېسبوک، واټس اپ او ټیلګرام کې د خلکو د ځینو شخصي اکاونټونو د هک کولو اقدام کړی دی.

ویل کیږي چې د کاروونکو د اکاونټونو د هیک کولو اصلي موخه د هغوی څخه ناوړه ګټه اخیستنه او د کاروونکو اکاونټونو مالکانو ته “خراف” کول وو.

د هرات امنیه قوماندانۍ همداراز زیاته کړې چې له نیول شوي کس څخه یو لب ماشین، غیر راجستر سیمکارتونه او نور برقي وسایل ترلاسه شوي دي.
دا لومړی ځل دی چې هرات کې یو کس د انټرنیټي جرمونو په تور د طالب ځواکونو لخوا نیول کیږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه