ویب ډیسک
د پنجشنبې په ورځ د طالبانو موقت حکومت ژمنه وکړه چې افغان خاوره به تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د بلوچستان لبرېشن ارمي (بي ايل اې) د پاکستان پر ضد ډلو مرسته به نکوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي طالبانو پخوا هم ورته ډاډونه ورکړي، خو دا لومړی ځل و چې کابل ته د قریشي د سفر پر مهال د موقت افغان صدراعظم ملا حسن اخوند لخوا داسې تضمینونه راغلل.
د بهرنیو چارو وزیر د اګست پر ۱۵مه د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته کابل ته په لومړي سفر کې د یوه پلاوي مشري کوله چې د پاکستان د استخباراتو (ISI) عمومي رییس فیض حمید او د بېلابېلو وزیرانو نور چارواکي شامل و له افغان پلاو سره کتلي.


