دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهفیمینستي اېډیالوژي او علمي منطق

فیمینستي اېډیالوژي او علمي منطق

لیک: شاداب مرتضی
ژباړه: غورځنګ اتل
فمینیزم د دوو متضادو نظریو ټولګه ده، د ښځو مساوات ته ژمن دی خو له طبقاتي بې عدالتۍ سره یې مخالف دی. موږ په فمینیزم کې یوازې یوې موضوع ته پام کړی چې مثبت او ښه دی( یانې د ښځو مساوات او خپلواکي ) خو دا بل اړخ یې چې منفی دی هغه ته ژمن نه یو( یانې له طبقاتي بې عدالتۍ څخه انکار ). دا پوښتنه په کمونیزم کې د ښځو په اړه داسې واضح کولی شو.

د اصولو له مخې ښځه هم یوه انسانه ده نو د ټولو انسانانو په څېر حقوق لري. خو په حقیقت کې ښځه هم د ټولو انسانانو په څېر د طبقاتي بې عدالتيو ښکاره ده.
د کارګر، بزګر او زیاراستونکي طبقې ښځي د پانګوال، ځمکوال او همداسې نورو طبقو له ښځو سره زیات توپیر لري، نه یو ډول ول او نه به کيږي.

د کارګر، بزګر او زیارایستونکې طبقې د ښځي ورځنې حالات، مسئلې او همداسې نور حقوق له پانګوالو، ځمکوالو او همداسې نورو طبقو ښځو سره هیڅکله به هم یو ډول نه شي. د ځمکوال، پانګوال او همداسې نورو طبقې ښځي کولي شي د نارینو په څېر آزادي/خپلواکي ترلاسه کړي خو د کارګر، بزګر او زیارایستونکې طبقې ښځي به هیڅکله هم خپلواکي نه وي.

که غواړي ښځو ته دې په حقیقت کې انساني حقوق ورکړل شي نو باید د طبقاتي بې عدالتیو مخه ونیول شي. که داسې ونه شو کولای بیا له دوو خبرو سره مخ کیږو.

الف ـ د ښځو له خپلواکۍ څخه موخه یوازې د پانګوالو، ځمکوالو او همداسې نورو طبقو د ښځو خپلواکي ده چې د نارینو په څېر خپلواک وي او دا بل اړخ ته چې د کارګر، بزګر او زیارایستونکې طبقې ښځي دي نو دوی ته هیڅ ډول پاملرنه ونه شي یا دغه زیارایستونکو ښځو ته هیڅ ډول آزادي ورکړل نه شي؛ د دوي خپلواکي زموږ د مبارزې بنسټیزه موخه ده، یانې د کمونیستانو.

ب ـ موږ په ناپوهۍ کې د پانګوالې نظام دغه ډول نیمه لبرال نظریو ته کار کو چې په حقیقت کې د ښځو خپلواکي ته د ځان غوښتني بڼه ورکوي یانې د طبقاتي وېش له منځه وړلو پرځای، د پانګوالې نظام پربنسټ د ښځو خپلواکۍ ته د تکامل بڼه ورکول. پکار ده چې دغه ډول نظام د انقلاب په راوړلو سره له منځه یوړل شي .
راځي چې یوه بېلګه یې درته وړاندې کړم.

تېرو ورځو کې د امریکا ښځینه فوټبال لوبډلۍ د یاد هیواد د فوټبال په فیدراسیون عریضه وکړه، دوی لیکي؛ اوس مهال ښځینه فوټبال لوبډلۍ ته ډېري امتیازات نه ورکول کیږي. د نارینو د په څېر معاشونه نه شته. د کلیفورنیا ستر قاضي د ښځو په اړه پریکړه وکړه، هغه وویل؛ ښځي هم ځانته یوه طبقه ده، باید دوی ته هم یو ډول معاش ورکړل شي.

فیمینستي اېډیالوژي او علمي منطق ټینګار کوي چې په پانګوالې نظام کې د نارینو په څېر ښځي هم باید خپلواک وي.

خپلواکي او مساوات دواړه مطلقه نه وي بلکې نسبتي وي. د ښځو خپلواکۍ هم مطلقه نه بلکې نسبتي ده. که طبقاتي بې عدالتۍ ته د پای ټکی کېښودل نه شي، هیڅکله به هم ښځه او نر یو ډول نه وي. ترڅو چې د پانګوالې نظام طبقاتي وېش وي نو په ټولنه کې به يوازې د لوړپوړو چارواکي ښځي خپلواکي وي نه د زیارکښو طبقې ښځي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه