ویب ډیسک
په نیویارک کې جراحانو په بریالیتوب سره د خوګ بډوډی انسان ته پیوند کړ.
په دې جراحي عملیاتو کې د هغه خوګ بډوډی کارول شوی چې جینونه یې بدل کړای شوي وو او هغه مالیکیول ترې ایستل شوی و چې د انسان بدن ته د بډوډي د پیوندولو نه وروسته یې ردوي.
د خوګ بډوډی تر دریو ورځو پورې د یوه داسې ناروغ انسان د وینې له جریان سره پیوند و چې ذهن یې مړ شوی او د بډوډو د له کاره لوېدو نښې په کې څرګندې شوې وې.
انسان ته د خوګ د بډوډې پیوندولو ښوولي چې په عادي ډول کار کوي او هغه اندازه چې په کار ده تشې میتیازې تولیدوي.
ساینسپوهان وايي یوه ورځ کېدای شي د خوګ په بډوډو د هغو کسانو ژوند وژغورل شي چې بډوډي یې له کاره لویدلي وي.


