یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد فلسطينیانو او اسرائيلي پولیسو ترمنځ اخ و ډب شوي، ۱۷ فلسطینیان...

د فلسطينیانو او اسرائيلي پولیسو ترمنځ اخ و ډب شوي، ۱۷ فلسطینیان ټپيان شول

ويب ډیسک

فلسطینیانو د اکتوبر په ۱۹مه نېټه په ختيځ بيت المقدس کې له اسرائيلي پوليسو سره اخ و ډب کړی چې له امله يې ۱۷ فلسطینیان ټپيان شوي دي.

د اکتوبر ۱۹ نېټه د اسلام د پيغمبر حضرت محمد ص د زوکړې ورځې سره برابره وه او ډېر فلسطینیان د ختيځ بيت المقدس د دمشق دروازې ته نږدې راغونډ شوي وو او د دې ورځې د لمانځنې په مناسبت يې فعاليتونه تر سره کړل. د مالوماتو له مخې، ځينو فلسطینیانو د اسرائيلي پولیسو او بسونو پر وړاندې ډبرې غورځولي او اسرائيلي پوليسو پر دغو فلسطینیانو اوښکې بهونکی ګاز کارولی دی چې له امله يې د دوی ترمنځ اخ و ډب شوی او ۱۷ فلسطینیان ټپيان شوي دي. د ۱۰ ټپيانو حالت نازک ښودل شوی او روغتون ته ليږدول شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه