دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایران: امريکا بايد د ايران اټومي تړون ته ژمنه پاتې شي.

ایران: امريکا بايد د ايران اټومي تړون ته ژمنه پاتې شي.

ويب ډیسک

ايران او اروپايي ټولنه به په بروکسيل کې د اټومي تړون په اړه خبرې اترې وکړي

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده د اکتوبر په ۱۸مه نېټه ويلي، چې دغه هېواد او اروپايي ټولنه به په نژدې راتلونکې کې د بلژيک په پلازمينې بروکسيل کې د اټومي تړون په اړه خبرې اترې وکړي.

نوموړي په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير محمد حسين باقري او د اروپايي ټولنې د بهرنيو عملياتو ادارې مرستيال سرمنشي مورا په دې وروستيو کې په تهران کې د اټومي مسئلې په اړه ښې او رغنده خبرې کړې وې،

دواړه خواوې به د بروکسيل په غونډه کې د هغو ستونزو او ننګونو په اړه بحثونه وکړي، چې د ويانا په غونډه کې نه حل پاتې شوي، باقري به د بروکسيل په غونډه کې هم برخه ولري.

خطيب زاده وويل، د ايران هدف دا دی، چې پر دغه هېواد باندې ټول بنديزونه پای ته ورسېږي او امريکا بايد د ايران اټومي تړون ته ژمنه پاتې شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه