دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبان: داسي کار نه کوو، چي د بشر حقوق په نوم ښ‍ځي...

طالبان: داسي کار نه کوو، چي د بشر حقوق په نوم ښ‍ځي بې حجابه کړو

ويب ډیسک

د اسلامي امارت د امر باالمعروف وزیر ویلی، چي جګړه او مبارزه يې د اسلامي احکامو د پلي کولو لپاره روانه ساتلې ده؛ خو داسي ګام به وانخلي، چي د اوامرو د پلي کېدو پر نوم د چا عزت او حیثیت زیانمن سي.

شیخ محمد محمود، چي په کندهار کي یې د ښځو چارو ریاست ته د امر باالمعروف مشر شیخ الحدیث عبدالرحمن منیر معرفی کاوه؛ وویل، چي د کار ډول يې په تدریجی توګه د اسلامي احکامو عملي کول دی.

د ده د څرګندونو له مخې؛ دا ځل د تېر په شان چا ته د سزا او محاکمې دنده نلري، بلکي د خلکو د پوهولو کوښښ کوي.

هغه د ښخو د حقوقو په ځانګړي توګه د تعلیم د حق په اړه څرګندوني وکړې او په ډاګه یې کړه؛ دا ادعا ناسمه ده، چي طالبان د ښځو چارو وزارت لغوه کړی دی.

ښاغلي محمود وویل، چي د ښ‍خو وزارت د جوړېدو لپاره پر یوه منظم چوکات کار کوي او د سمبولیک وزارت پر ځای د ښځو لپاره د کاري حرفوي زدکړو زمینه برابروي او د هغوئ حقوق تامینوي.

د ده په وینا؛ د تېر حکومت پر مهال د ښځو په وزارت کي۴۰ کارکوونکي نرينه ول. هغه په ‍‍ټينګار څرګنده کړې، چي د نجونو د تعلیم لپاره هم پر چوکات برابرولو کار روان دی؛ خو داسي کار نه کوو، چي د بشر حقوق په نوم ښ‍ځي بې حجابه کړو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه