یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهتهران ښاروالۍ: افغان ګډوال دې له ښاره ووځي

تهران ښاروالۍ: افغان ګډوال دې له ښاره ووځي

ويب ډیسک

د ایران پلازمېنې تهران ښاروالۍ یوه مرستیال له دې ښاره د افغان کډوالو ایستلو غوښتنه کړې. ټولنیزو او کلتوري چارو کې د تهران ښاروالۍ مرستیال امین توکلي زاده له اړوند ادارو غوښتي چې افغان کډوالو ته تهران ته د ورتلو اجازه ور نه کړی.

د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د ښاغلي توکلي زاده له قوله چې دا وروستیو کې پر دنده ګومارل شوی، لیکي، له هرې ممکن لارې چې وي، مسوولې ادارې باید ایران ته د افغان کډوالو راتلو مخه ونیسي، هغه کسان چې کډوال شوي، بېرته وګرځوي او له پولو یې لېرې کړي، ځکه تهران په دې هکله مناسب وضعیت نه لري.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې ګڼ شمېر افغانان له هېواده کډوال شوي، چې ډېری یې امریکا، اروپا او هند ته تللي، خو یو شمېر نور بیا د پاکستان او ایران په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه