ویب ډیسک
د کندهار د سپین بولدک – چمن تر منځ د لاري د خلاصون د خبرو لومړی پړاو بې پایلي پای ته ورسېد، خو د دوهم پړاو د خبرو احتمال سته.
ناسته په چمن کي جوړه سوې، د کندهار والي او امنیه قوماندان ترڅنګ یو شمېر سوداګر د افغان لوري په استازیتوب خبري وکړې.
د افغان چارواکو غوښتنه دا وه چي لار به اتلس ساعته خلاصه وي، له دې غاړي به د لوی کندهار خلک پر تذکرو پرېښودل کیږي او د ها خوا به د جنوبي پښتونخوا اوسېدونکي پر شناخت کارډ او مهاجر کارډ پرېښودل کیږي.
خو پاکستاني لوري د لاري د څلور ساعته خلاصون او یوازي د سپین بولدک او چمن اوسېدونکو پر تذکره د تګ اجازه درلودلو وویل.
د پاکستاني لوري بله غوښتنه پر ډیورنډ کرښه د نهو کلیو ترمنځ د اغزن تار غځول وه، چي د افغان لوري له سخت مخالفت سره مخ سوه.
پاکستان د دوهمي ناسته غوښتنه کړې ممکن نن شپه او یا سبا وسي.


