امریکا، اروپایي ټولنې او ا.ا پر ګډو همکاریو بحث او خبرې وکړې
په دوحه کي د افغانستان اسلامي امارت سرچینو څرګنده کړې؛ په دې ګډه ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت استازي مولوي متقي د افغانستان پر اوسنۍ وضعیت، له نورو هېوادونو سره اړیکو، روانو اقتصادي ستونزو، بشري مرستو، د نیمګړیو اقتصادي پروژو پیل او روانو بندیزونو بحث او خبرې شوې دي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي زیاته کړې؛ د افغانستان د حکومت کمزوری کول د هیڅچا په ګټه ندي او نور هېوادونه هم په امنیتي، اقتصادي او بشري برخو کې اغېزمنوي. نوموړي دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د فشار نسخې کار ندی ورکړی؛ راځئ د ښه تعامل او همکارۍ پر نسخه ګډ کار وکړو.
مولوي متقي په ډاګه کړې؛ زمونږ لومړیتوب په افغانستان کې د نیم میلیون مامورینو د تېرو میاشتو د معاشاتو اجرا کول او د نویو اقتصادي پروژو بیا پیلول دي.
پدې اړه له نړیوالو غوښتنه کوو، چې روان بندیزونه پای ته ورسوي؛ بانکونه باید عادي فعالیت پیل کړي، چې خیریه بنسټونه او حکومت د خپلو منابعو او یا د نړیوالو د مالي مرستو له لارې خپلو مامورینو ته معاشات ورسوي.
د امریکا، اروپایي ټولنې، اسلامي امارت او نورو غربي هېوادونو د ګډې غونډۍ ګډونوالو په ډاګه کړې؛ مونږ هم پدې باور یو، چې د افغانستان بی ثباتي د چا په ګټه نده. البته مونږ ځینې اندېښنې لرو، چې تاسې پام ورواړوئ. دا کار به زمونږ او ستاسې پر اړیکو مثبت اغېر ولري.
د دغې ګډې ناستې ډېرو ګډونوالو ویلي؛ له افغانستان سره بشري مرستې یې زیاتې کړي او غواړي، چې د روان کال ترپایه یې افغانستان ته ورسوي او د مرستو چارې روانې وساتي.
د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال طالبانو د روان کال د زمري پر ۲۴ / د اګست پر ۱۵ واک ترلاسه کړ، چې ورسره سم واشنګټن له افغانستان سره دوه اړخیزې مرستې او اړیکې ودرولې؛ خو د سې شنبې پر ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس ویلي؛ سې شنبه د طالبانو له استازیو سره د اروپایي ټولنې او امریکایي چارواکو په ګډون یوه کډه ناسته ترسره شوې، چې په کې له افغانستان سره د بشري مرستو پر ترسره کولو ګټورې خبرې شوې دي.


