دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهايران له امريکا څخه وغوښتل چې پر پانګو يي بنديزونه لرې کړي

ايران له امريکا څخه وغوښتل چې پر پانګو يي بنديزونه لرې کړي

ویب ډیسک

د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان د اکتوبر په ۲مه نېټه د دې هېواد له ملي تليويزيون سره په مرکه کې وويل، چې امريکا بايد په بهر کې د ايران پر پانګو لګېدلي بنديزونه لرې کړي، او بيا دې د ايران د ذروي مسئلې په هراړخيز تړون کې د بيا ګډون غوښتنه وکړي.

نوموړي وويل، ايران به ژر د ياد تړون له اړوندو خواوو سره خبرې اترې اعاده کړي، خو امريکا بايد خپله رښتينې موخه او اراده په ډاګه کړي.

هغه زياته کړې، چې د ايران حکومت به د ذروي تړون د مذاکراتو ډلې غړي ژر وټاکي او د ياد هراړخیز تړون په اړه د دې هېواد د نوي حکومت عمومي تګلاره به هم ژر جوړه شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه