دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکابل ته د کلکاني بچه سقاو راتګ

کابل ته د کلکاني بچه سقاو راتګ

لیک :سردار ولي

په ۱۹۲۹ع کال په يوه حيرانونکي ډول د امان الله خان دولت چي د وخت يو مترقي دولت وو، د کابل شمال څخه څو سوه تنو غلو پای ته ورساوه او شاه امان الله بې له دې چي کوم څه وکړي، کابل خوشي کړ او وسلوال غله په کابل ننوتل، ددې کسانو مشري یو پنډ، سخوټ او لنډ سړي کوله چي[#حبیبالله کلکاني] نومېده چي عامو خلګو به [#بچه_سقاو] باله.

د هغه وخت د کابليانو له خولې چي کله دغه کسان د شاه امان الله د ناستي ماڼۍ [ارګ] ته ننوتل، ټول حکومتي موټران سقاو پر خپلوانو ووېشل، کله چي څو ورځي وروسته ددغو موټرو تېل خلاص سول او يا ئې نوري تخنيکي خرابۍ پيدا کړې، دوی [سقاويانو] به همداسي خلاصي ښيښې پرېښوول چي وروسته به د واورو ډک سول او ماشومانو به بازي پکښي کولې.

هغه په کابل کي هم غلاوي کولې او هم يې ځان [خادم دين رسول الله] ګاڼه، بچه سقاو د حکومت د نه تجربې او په حکومت کي د نالوستو او اوباشو کسانو په راوستلو خلک ټکول، بنديانول او شکنجه کول پېل کړه او له څو مياشتو وروسته بلآخر د خلکو نارضایتۍ د محمد ظاهر شاه پلار محمد نادر شاه هیواد ته راوغوښت او د کلکانی په اعدام سره یې د شاهي کورنۍ بنسټ کښیښود.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه