یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهزموږ د کلي اخترونه

زموږ د کلي اخترونه

لیک : ډاکټر لطیف یاد
ماته چې دخپل کلي اخترونه راپه یادشي نو زړه مې خپه خپه شي او دسترګو نه مې اوښکې روانې شي له ځانه سره وایم لکه چې کوم خوب مې لیدلی دی ،ځکه ډیر کلونه وشول چې دخپل کلي نه مساپریمه او له بلې خوا هغه کلي چې ما به پکې اخترونه لمانځل اوس دجګړې تورو او لوغړنو لمبو او لوخړو او دباروتو اورونو سوی دی ، ما چې په کوم کلي کې اخترونه لمانځل نو دهغه کلي اخترونه به دخوشالیو نه ډک وو.

داختر په ورځ به ماشومانو ، ځوانانو او پیغلو نوي جامې اغوستلې او ټول خلک به ډلې ډلې دکلي جومات ته روان وو چې داختر لمونځ پکې ادا کړي . داختر لمونخ به چې وشو نو کلیوال به دیو بل کره تلل داختر مبارکي به یې یو بل ته ورکوله . ماشو مانو ته به خلکو داختر پیسي ورکولې چې موږ ورته ( اختری ) وایه.خوشالۍ به وې ، ډولونه او نڅا به وه ، درې څلور ورخې به داختر میلې وې . دنارینه وو میله به ځانته وه اودښځو به ځانته. دنارینه وو په میله کې به اتڼونه وو .دخوږو شیانو لکه ځلوبیو ( جلبیو) ، میټایانو ، کلچو او نورو ډول دول خوږو څیزونو دوکانونه به پرانیستلي وو.

دمیلې په بله برخه کې به دماشومانو دلوبو لپاره باڼیچغونه دریدلي وو او ماشومان به پکې کیناستل او تاویدل راتاویدل به. ځوانانو به سره غیږې نیولې او خوشالۍ او خنداګانې به وي .
دښخو په میلو کې به هم ورته دوکانونه پرانیستلي وو ، بنګړیوالو میرمنو به پکې بنګړي او دښځو د سینګار سامانونه خرڅول.ښځواو پیغلو به په ونو کې ټالونه اچول او زنګیدلې به .

هره خوا خوشالي وه ، اتڼونه به وواوخلکو به په ډیرو خوشالیو سره داختر ورځې لمانځلې .اوس چې زما پر کلي باندې دجګړې کرغیړنې خپسې خپل ناولي او تور وزرونه غوړولي دي زمانه یې ټولې خوشالۍ اخیستلي دي او زه په پردیسۍ کې دهغو ا خترونو ارمان کومه او دځانه سره وایمه :
دپردیسیانو څه اختر دی
زه مساپر یم دلته نشته اخترونه

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه