ژباړه:عارف الله حقپرست
ابُو ټانګه وال ډېر مست او پر خيال مين و. آس او ټانګې يې هم په ټول ښار کې نمبر وړی و. معمولي سورلي خو به يې هېڅ نه کېنوله. د ګوتو په شمېر څو ټاکلي کسان يې ورځني ګاکان وو، چې هره ورځ به يې ترې لس، پنځلس روپۍ ګټلې او ده ته دغه بس وې. ابُو د نورو ټانګه والو غوندې د نشو عادت نه لاره، خو د پاکو، سوتره کاليو اغوستو او هر وخت د مست، خوښ اوسېدو سخت شوقي و. کله به چې د ده ټانګه د ګونګرو ګانو او شرنګنيو په شرنګ و شور کې پر سرک تېرېده، د خلکو سترګې به سم له واره ورپسې واوښتې:”هغه دی مست ابُو راغی… څومره په ناز ناست دی. پګړۍ يې څنګه کږه تړلې ده…!”. د خلکو د خبرو په اورېدو به د ده په اورمېږ کې يو مست کوت راپيدا شو او د ټانګې د آس تګ به يې نور هم ښکلی او مستانه شو. ابُو د آس واګې داسې په لاس کې نيولې وې، لکه نيولو ته چې يې بيخي ضرورت نه وي او لکه آس يې چې د ده له اشارو پرته روان وي. لکه بيخي چې د څښتن امر ته اړ نه وي. کله، کله خو به داسې برېښېده، چې ابُو او د هغه آس دواړه يوه هستي وي او هغه هستي له ابُو پرته بل څوک کېدای شوای؟!
هغو سپرليو، چې ابُو به نه وړې، په زړه، زړه کې به يې ده ته ښېرې کولې… “خدای ج دې يې غرور مات کړې… خدای ج دې يې ټانګه و آس په سيند يوسي”. د ابُو پر شونډو به تل د برېتو تر سيوري لاندې يوه باوري موسکا خپره وه. په ليدو به يې څو نور ټانګه وال سخت سوځېدل. ده ته په کتو څو نورو ځوانانو هم له يوه و بله ځايه پورونه وکړل او ټانګې يې جوړې کړې، په اوسپنيزو سامانونو يې سينګار کړې، خو بيا يې هم د ابُو غوندې دبدبه و نه مونده. هغه ګاکان يې په نصيب نشول، چې د ابُو او د هغه پر ټانګه مين وو.
يوه ورځ غرمه ابُو د ونې تر سيوري لاندې په ټانګه کې پرکاله ناست و، چې په غوږ کې يې د يوه غږ بنګا شوه. سترګې يې ورلوڅې کړې. کتل يې، چې يوه ښځه يې د ټانګې تر څنګ ولاړه ده. ايله يې يو نظر ورته وکتل، خو د هغې مسته ځواني يې يو دم پر زړه ننوته. ښځه نه وه، ځوانه نجلۍ وه، شپاړس، اوولس کلنه. نرۍ، پرۍ خو کلکه. رنګ يې غنمرنګی، خو ځلېدونکی… په غوږونو کې يې د سپينو زرو وړې لښتۍ. نرۍ لوړه پزه او پر سر يې وړوکی خال… اوږد کميس او نيلي ورېښمين لنګ. پر سر يې ټيکری و.
نجلۍ په پېغلوکي غږ وويل:”وروره! تر اډې په څو ځې؟”. د ابُو د شونډو موسکا شوخه شوه:”هېڅ هم نه…”. نجلي سره شوه:”څو روپۍ اخلې تر اډې؟”. ابُو په سترګو، سترګو کې راونغښته:”له تا به څه شی واخلو نېکبختې… راځه راخېژه ټانګې ته”. نجلۍ په وېره خپل کلک ټټر په لاسونو ورپټ کړ، حال دا چې لا له وړاندې پټ و:”څنګه خبرې کوې ته؟”. ابُو موسکی شو:”راځه. يو ځل خو کېنه. وا به يې خلم، چې څه راکوې”.
نجلۍ لږ فکر وکړ، بيا يې پر پايدان پښه کېښوده او په ټانګه کې کېناسته. ويې ويل:”ځه. ژر مې سټېشن ته ورسوه”. ابُو شا ته ورته راوکتل:”ډېره دې بېړه ده خوږې”.
های! های! ته خو…….. نجلۍ خبره نيمه پرېښوده. ټانګه روانه شوه او پسې تله. څو سرکونه د آس تر نالونو تېر شول. نجلۍ وېرېدلې ناسته وه. د ابُو پر شونډو شوخه موسکا نڅېده. ډېر ځنډ چې ووت، نجلۍ وپوښتل:”سټېشن لا نه دی رارسېدلی؟”. ابُو په معنادار غږ وويل:”رابه شي… زما و ستا سټېشن يو دی”.
ــــ”څه مطلب؟”.
ابُو نجلۍ ته مخ ورواړاه:”مستې… ته دومره هم نه پوهېږې؟ زما و ستا سټېشن بس يو دی. هغه وخت لا يو شوی و، چې د ابُو سترګې درباندې ولګېدې. ستا پر سر مې دې قسم وي. ستا غلام دروغ نه وايي”.
نجلۍ پر سر باندې پلو سم کړ. سترګو يې په ښکاره نارې وهلې، چې د ابُو په مطلب رسېدلې ده. دا هم جوته وه، چې د ابُو خبره بده نه وه پرې لګېدلې، خو په دې کې زړه نا زړه وه، چې آيا د دواړو سټېشن دې يو شي؟ او که نه؟ ابُو خو مست و ځوان دی، خو وفادار هم دی؟ که نه؟ آيا دا ورته خپل سټېشن پريږدي؟ چې ګاډی يې خدای ج خبر؛ کله لا تللی و.
د ابُو غږ ټکان ورکړ:”څه فکر کوې نېکبختې؟”. آس په مستو، خرامانه ګامونو روان و. شمال يخ لګېده. د سرک د دواړو غاړو ونې په منډه وې. ښاخونه يې رازنګېدل. د ټانګې د ګونګروګانو له يورنګه شرنګا پرته د بل شي غږ نه و. ابُو نجلۍ ته غاړه ورکږه کړې وه او په زړه، زړه کې يې د نجلۍ غنمرنګې ښکلا ښکلوله. لږ وروسته يې د ټانګې قيضې له اوسپنيزې جنګلې سره وتړلې او په يوه ټوپ د شا پر سېټ له نجلۍ سره کېناست. هغه غلې وه. ابُو يې دواړه لاسونه په خپلو لاسونو کې ونيول:”راکړه واګې دې زما په لاسونو کې”.
نجلۍ يواځې دومره وويل:”پرې مې ږده”. خو سمدلاسه د ابُو په غېږ کې وه. له هغه وروسته يې هېڅ زور و نه واهه. زړه يې په ټوپونو و، لکه له ګوګل نه چې الوتل غواړي. ابُو ورو، ورو په مينه ناک غږ ورته ويل:”دا ټانګه پر ما له ځانه هم ګرانه وه، خو د يوولسمې شريفې پر پير درته قسم خورم، چې دا به خرڅوم او تا ته به پرې د سرو بنګړي اخلم. پخپله به څيرې، شلېدلې جامې اغوندم، خو تا به لکه شهزادګۍ ساتم. پر يوه خدای ج سوګند، چې دا مې د ژوند لومړنۍ مينه ده….. که زما نشوې، نو ستا په مخ کې به خپله مرۍ غوڅوم”.
بيا يې نجلۍ له غېږې جلا کړه:”خدا زده څه راباندې وشول؟ راځه، چې سټېشن ته دې ورسوم”. نجلۍ ورو وويل:”نه….. اوس ستا لاس راباندې لګېدلی دی”.
د ابُو سر ټيټ شو:”ما وبښه. تېر وتم”.
ــــ”تر سره به يې کړې دا تېروتنه دې؟”. د نجلۍ په غږ کې ننګونه وه. لکه چا چې ابُو ته ويلي وي، چې ټانګه به دې له دې ټانګې مخکې کړې؟ ټيټ سر يې راپورته کړ. سترګې يې وځلېدې. پر ټټر يې لاس ورته کېښود:”راځه نېکبختې. ابُو به سر درنه ځاروي”.
نجلۍ لاس وروړاندې کړ:”دا دی لاس مې”. ابُو يې لاس په لاس کې ټينګ ونيو:”پر خپلې ځوانۍ مې دې قسم وي. ابُو دې غلام دی”.
پر سبا د ابُو او د نجلۍ نکاح شوه. نجلۍ د ګجرات موچڼه وه او نوم يې عنايت (نيتي) و. له خپلوانو سره راغلې وه. هغوی يې پر سټېشن انتظار کاوه، چې دا له ابُو سره مخامخ شوې وه، چې سمدلاسه يې د مينې ټول پړاوونه ووهل. دواړه ډېر خوښ وو. ابُو ټانګه خو نه کړه خرڅه، خو په خپلو ټولو سپموليو پيسو يې دې ته د سرو لښتۍ جوړې کړې. څو جوړه ورېښمين کالي يې هم ورته وکړل. د ورېښمينو اوږدو کميسونو او لنګ په شغا کې به چې نيتي د ابُو مخې ته راتله، نو د هغه زړه به په نڅا شو:”قسم مې دې پر پاکو پنجتنو وي، په دنيا کې تر تا ښکلې نشته”. په غېږ کې به يې راکلکه کړه… (ته مې د زړه راڼۍ يې).
دواړه د ځوانۍ په مستيو کې ډوب وو. سندرې به يې ويلې، خندېدل به، سيلونه به يې کول او له يو، بله به ځارېدل. يوه مياشت همداسې تېره شوه. بله ورځ ناڅاپه پوليسو ابُو ونيو. نيتي يې هم ونيوه. پر ابُو د تښتونې تور ولګېد. نيتي کلکه شوه، خو بيا هم پر ابُو دوه کاله بند واوښت. محکمې چې کله پرېکړه واوروله، نيتي له ابُو غېږه تاو کړه. په ژړا، ژړا يې ايله دومره وويل؛ زه بيخي مور و پلار ته نه ورځم. پر کور به کېنم. ستا لارې به څارم.
ابُو پر ملا وټپوله:”ژوندۍ اوسې. ټانګه او آس ما دينې ته ورکړي دي. کرايه يې ترې اخله”.
د نيتي مور و پلار ډېره خواري وکړه، خو دا نه ورسره ولاړه. له خواريو وروسته يې دا خپل حال ته پرېښوده. نيتي يواځې اوسېده. دينا به هر ماښام دې ته پنځه روپۍ کرايه وروړه، چې د دې د خرڅې لپاره بس وې. د دې تر څنګ د محکمو د ورځو بچت پيسې هم ورته پاتې وې، چې ورسره وې. په اونۍ کې به د نيتي او ابُو يو ځل ليدنه په زندان کې کېده، چې ډېره به لنډه وه. د نيتي سپمولې پيسې ټولې د ابُو په خدمت کې ولګېدې. په يوه ليدنه کې ابُو د نيتي د لغړو غوږونو په ليدو په موسکا ترې وپوښتل، چې لښتۍ دې څه کړې؟
نيتي موسکۍ شوه او د زندان ساتونکي ته يې وکتل:”ورکې شوې”.
ابُو لږ په غوسه شو:” زما دومره هم خيال مه ساته… هر څنګه چې يم، ښه يم”.
نيتي هېڅ هم و نه ويل. وخت پوره شوی و. په موسکا راووته، خو په کور کې يې ښه وژړل. په ساعتونو، ساعتونو به اوښکې تويولې، ځکه د ابُو روغتيا ډېره په خرابېدو وه. په دې ليدنه کې خو يې هېڅ نه پېژانده. دنګ و غټ ابُو نور په ويلېدو، ويلېدو نيم پاتې و. نيتي فکر کاوه، چې د دې د بېلتون غم يې کړوي، خو خبره نه وه، چې د هغه نری رنځ و او دا ناروغي ورته له پلاره راپاتې وه. د ابُو پلار له ده هم دنګ و پلن و، خو نري رنځ په څو ورځو کې تر ګوره ورساوه. د ابُو مشر ورور هم قوي ځوان و، خو دې ناروغۍ هغه هم په ځوانۍ کې رالاندې کړ. پخپله ابُو له دې حقيقته نه و خبر او کله چې ده د زندان په روغتون کې وروستۍ ساوې اخيستې، نو په دردوونکي غږ يې نيتي ته وويل:”که خبر وای، چې دومره ژر به مرم، نو پر خدای ج سوګند، چې ته به مې نه کولې. ما له تا سره ډېر ظلم کړی. ما وبښه. او ګوره… زما يوه نښه ده. زما ټانګه او آس. پر هغو پام کوه او د چني زوی پر سر مې لاس راتېر کړه، چې ابُو مينه درته رالېږلې ده”.
ابُو مړ شو. د نيتي هر څه مړه شول. خو هغه د حوصلې مېرمن وه. دا غم يې وګاله. په کور کې به يواځې پرته وه. ماښام به دينا راته او دې ته به يې ډاډ ورکاوه:”هېڅ اندېښنه مه کوه ورېندارې. له خدای ج سره د هېچا نه کيږي. ابُو زما ورور و. پر ما دې چې هر ښمر کيږي، د خدای ج په حکم به يې کوم”.
په اوله کې خو نيتي نه پوهېده، خو چې د عدت شپې يې پوره شوې، نو دينا پاک ورته وويل، چې واده راسره وکړه. د نيتي په زړه کې راتېره شوه، چې په دېکو يې له کوره وباسي، خو يواځې دومره يې ورته وويل:”وروره! زه واده نه کوم”.
له هغې ورځې وروسته دينا بدل شو. مخکې به يې هر ماښام بې ناغې پنځه روپۍ راوړې. اوس به يې کله، کله څلور او کله درې. پلمه به يې دا وه، چې بازار نشته. بيا به دوه، دوه، درې، درې ورځې ورک و. پلمه به يې کوله، چې ناروغ وم، يا به د ټانګې د پرزو خرابي يادوله. اوبه چې له سره واوښتې، نيتي ورته وويل:”دينا وروره ته نور ځان مه پازابوه. ټانګه ما ته وسپاره”.
له ډېرو هغه و دغه وروسته دينا په نه زړه ټانګه نيتي ته وسپارله. نيتي وروسته ټانګه ماجي ته ورسپارله، چې د ابُو ملګری و. هغه هم څو ورځې وروسته د واده خبره وکړه. نيتي و نه منله، نو د هغه سترګې بدلې شوې. خواخوږي او هر څه اوبو يووړل. نيتي له هغه نه هم ټانګه واخيسته او يوه ناپېژانده کس ته يې وسپارله. هغه خو بيخي پښې وغځولې. يو ماښام چې پيسو ورکولو ته راغی، د شرابو په نشه کې و. په ډيوډۍ کې يې نيتي ته لاس ورواچاوه. نيتي ښه سپک کړ او له کاره يې واېست. اته، لس ورځې ټانګه بېکاره په طبيله کې پرته وه. د وښو او دانو خرڅه لا بېله وه. نيتي په عجيبه جنجال کې راګېر وه. چا به ورته د واده ويل، چا به لاس وراچاوه او چا به پيسې ترې وهلې. بهر به چې راوته، خلکو به بد، بد ورته کتل. يوه شپه ګاونډی پر دېواله ورواوښت او لاس يې ورواچاوه. نيتي فکرونو لېونۍ کړه. يوه ورځ په مغزو کې ورتېره شوه، چې راځه! پخپله ټانګه چلوه. له ابُو سره به چې پر چکر وتله، هغه وخت به يې هم پخپله چلوله. د ښار په لارو، کوڅو کې هم بلده وه. خو بيا يې فکر وکړ، چې (خلک به څه وايي؟). په ځواب کې يې مغزو ورته وويل، چې (څه خبره ده؟ ښځې مزدوري نه کوي؟… دا د کولې په کانونو کې، دا په دفترونو کې، په کورونو کې ناستې د مزدورۍ والې خو به په زرګونو وي. خېټه خو به په يوه نه يوه لاره ساتې).
له څو ورځو فکر وروسته يې پخپله د ټانګې چلولو تکل وکړ. پر ځان يې بشپړ باور و. په بسم الله يې ټانګه وتړله. نور ټانګه وال يې په ليدو هک، پک شول. ځينو ريشخند پرې وواهه او ښه يې وخندل. چې مشران وو، هغوی نصيحت ورته وکړ، چې داسې مه کوه. مناسبه نه ده، خو نيتي و نه منله. ټانګه يې برابره کړه، اوسپنې او ميخکي يې ور وځلول، په مينه يې راواېستله او په زړه، زړه کې له ابُو سره د مينې په خبرو بازار ته روانه شوه. ټانګه وال ورته حيران وو. د نيتي لاسونه له ټانګې چلولو سره ښه بلد وو. په ښار کې اوازه شوه، چې يوه ښايسته ښځه ټانګه چلوي. خلکو به چې واورېدل، نو پر سرکونو به يې ليدلو ته ولاړ وو. په اوله کې خو به نارينه سورلۍ پښه نيولې وې، خو وروسته هر څه سم شول او ښه ګټه روانه شوه. يوه دقيقه به يې هم ټانګه بېکاره نه وه. کله، کله خو به پرې د سورليو سره جنګ و. کار چې زيات شو، نو نيتي د کار مهالوېش برابر کړ. د سهار له اوو، تر دوولسو او د ماسپښين له دوو تر شپږو بجو. دا لړۍ ښه شوه. آس هم خوشاله و، خو نيتي احساسوله، چې زياتره خلک يواځې له دې سره د نژدې پاتې کېدو لپاره د دې په ټانګه کې سپرېدل. بې مطلبه به يې هاخوا، دېخوا ګرځوله. يواځې د دې د اورېدو لپاره به يې پوچې ټوکې هم سره کولې. نيتي به فکر کاوه، چې دا پخپله خو ځان نه خرڅوي، خو خلک يې په پټه، پټه اخلي. پر دې هم پوهېده، چې د ښار د ټولو ټانګه والو بده ايسي. له دې ټولو اندېښنو سره، سره دا وارخطا نه وه. خپل باور ارامه ساتله.
يوه ورځ د کمېټې والو راوغوښته او لايسنس يې ترې واخيست. لامل يې دا وښود، چې ښځه ټانګه نشي چلولی. نيتي وپوښتل:”صاحبه! ښځه ولې ټانګه نشي چلولی؟”.
ــــ بس نه يې شي چلولی. ستا لايسنس ضبط شو.
ــــ صاحبه! تاسې ټانګه او آس هم رانه واخلئ، خو دا راته ووايئ، چې ښځه ولې ټانګه نشي چلولی؟ ښځه څرخی کوي او روزي ګټلی شي، ښځه نوکري کوي، ښځه د کولې په کانونو کې پر سر ټاټکي چلوي… زه ولې ټانګه نشم چلولی؟ زه بل کار نشم کولی. ټانګه زما د مېړه ده. زه يې ولې نشم چلولی؟ زه څنګه خپله روزي وګټم؟ صاحبه! پر ما رحم وکړئ. ولې مې له خوارۍ و مزدورۍ راګرځوئ؟ زه څه وکړم؟ تاسې راته ووايئ.
افسر ورته وويل:”ځه! په بازار کې کېنه. هلته مزدوري ډېره ده”.
د دې په اورېدو د نيتي په بدن کې دننه ناسته نيتي خاورې، ايرې شوه. (ښه صاحبه) يې وويل او ترې راووته. په يو څو روپو يې ټانګه وپلورله او سيده د ابُو قبر ته ورغله. يوه شېبه غلې ولاړه وه. سترګې يې وچې، کلکې وې. لکه له بارانه وروسته چې ټکنده لمر د ځمکې ټول لمده بل زبېښلی وي. شونډې يې چوله شوې او قبر ته يې وويل:
” ابُو!… ستا نيتي نن د کمېټې په دفتر کې مړه شوه”.
له دې وروسته ترې را روانه شوه. پر سبا يې عريضه وکړه…… او د بدن پلورلو لايسنس ورکړل شو.


