یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهزرنج ښار کې د یو جومات د جوړیدو چارې بشپړې شوې

زرنج ښار کې د یو جومات د جوړیدو چارې بشپړې شوې

ويب ډیسک

د نیمروز ولایت زرنج ښار کې د جامع جومات جوړیدو چارې بشپړې اوګټې اخیستنې ته چمتو ده.
دغه جومات د ملي پراختیا شرکت اړوند بنایي ودانیز ریاست له لوري جوړشوی، چې مالي لګښت یې دجمهوري ریاست عملیاتي ادارې له لوري ورکړل شوی دی.
دغه جومات پر ۱۶۰۰ متر مربع مساحت ځمکه کې جوړ شوی چې په یوخت کې د‌ ۲۰۰۰ لمونځ کوونکو دځاییدو ظرفیت ولري.
د زرنج ښار اوسیدونکي ددې پروژې له تطبیق څخه خوښي څرګندوي او په دې ولایت کې د لا نورو عام المنفعه پروژو د تطبیق غوښتنه کوي.
د یا دونې وړده چې د ملي پراختیا شرکت له لوري د هیواد په ۳۶۴ ولسوالیوکې د ورته جوماتونو رغنیزې چارې روانې دي چې یوشمیر یې ګټې اخیستنې ته چمتو دي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه