یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغان سوداګرو لخوا د کوئید ۱۹ ناروغانو سره د لس زره...

د افغان سوداګرو لخوا د کوئید ۱۹ ناروغانو سره د لس زره ډبو اکسیجن مرسته

ویب ډیسک
د هیواد دوه تنو ملی سوداګرو هریو حاجی خیرالدین مایل او کمال نبی زاده د کوئید ۱۹ ناروغانو د اکسیجن د پوره کولو لپاره د ګاونديو هیوادونو څخه لس زره ډبی اکسیجن وپیرل او د مزار شریف او کابل د کوئید ۱۹ روغتونو سره يې وړیا مرسته وکړه .

دصنعت او سوداګرۍ وزیزښاغلی نثار احمد غوریاني د ملي سوداګروڅخه چې په اوسني وضعیت کې د اکسیجن اړتیاو پوره کولو کې د هیوادوالو سره مرسته مننه وکړه او په افغانستان کې یې د نورو سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو څخه وغوښتل چې په اوسني حالت کې د کوئید ۱۹ ناروغانو لپاره اړین اکسیجن برابرولو کې د هیوادوالو سره مرسته وکړي .

ښاغلي غوریاني وایې ،چې دا مهال په کابل او ولایتونو کې له 30 څخه ډیر د اکسیجن فابریکې شتون لري ترڅو د کوئیډ 19 اړوند روغتونونو ته اړین اکسیجن ورسوي.

د ښاغلي غوریاني په وینا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان په صنعتي فابریکو کې د اکسیجن تولید ډیروالي لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

ښاغلي غوریاني ټینګار کوي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ د مستهلکینو څخه د ملاتړکمیسیون په بازار کې د اکسیجن د احتکارد مخنیوي لپاره خپلې پلټنې پیل کړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه