جنوبي وزیرستان کې پر جومات د ډرون برید؛ څلور کسان ټپیان شوي

0
43

د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې د کراچ خېل په جومات کې د لمانځه پر مهال د بې‌پیلوټه الوتکې یا کواډکاپټر د بریدونو په ادعا کې څلور کسان ټپیان شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، پېښه د دوشنبې په ماښام د لمانځه پر مهال شوې ده. په سیمه کې د هاوان مرمیو د لګېدو او ډزو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

په ټپیانو کې ولي مت خان، صدام حسین، سعید او قاري حسین شامل دي.

راپورونه وايي، د پرله‌پسې ډزو او د مرمیو د لګېدو له امله د ټپیانو لېږد خوندي ځای ته له ستونزو سره مخ شوی دی.

د پېښې له امله په سیمه کې وېره خپره شوې او یو شمېر اوسېدونکي په خپلو کورونو کې پاتې شوي دي.

تر اوسه د بریدونو د عاملانو او د پېښې د څرنګوالي په اړه خپلواکه تایید شوې څرګندونې نه دي خپرې شوې.