د هانګ کانګ شپږیزو سیالیو لپاره د افغانستان لوبډله اعلان شوه

0
63

د افغانستان کرکټ بورډ د هانګ کانګ شپږیزو سیالیو لپاره د ګلبدین نایب په لوبډلمشرۍ کې اووه کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.

د کرکټ بورډ د یکشنبې ورځې د خبرپاڼې له مخې، په لوبډله کې ګلبدین نایب، صدیق پاچا، عمران میر، کریم جنت، ننګیالی خان، فرمان الله صافي او عبدالرحمن شامل دي.

ټاکل شوې د افغانستان لوبډله خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۳۰مه له سویلي افریقا او دویمه لوبه د اکتوبر په ۳۱مه له عمان سره ترسره کړي.

د هانګ کانګ په شپږیزو سیالیو کې به د نړۍ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شي.