د پاکستان د افغانستان تګلارې ته د پای ټکی اېښودلو هڅې؛ د ضیاالحق میراث او د سیاسي بدلونونو اغېزې

0
66

د پاکستان د سولې او شخړو د څېړنو د انسټیټیوټ مشر او امنیتي شنونکی محمد امیر رانا وايي، پاکستان غواړي د افغانستان په اړه خپله پخوانۍ تګلاره بدله کړي، خو لا څرګنده نه ده چې نوې تګلاره به یې پر کومو بنسټونو ولاړه وي.

رانا د اکتوبر پر ۱۸مه په ډان ورځپاڼه کې په خپره شوې شننیزه لیکنه کې لیکلي، چې د پاکستان د افغانستان تګلارې په تېرو شاوخوا پنځوسو کلونو کې د دغه هېواد پر سیاست، امنیتي چارو او له افغانستان سره پر اړیکو ژور اغېز کړی دی.

د هغه په وینا، اوس د پاکستان په امنیتي کړیو کې هم دا منل کېږي چې د افغانستان په اړه پخوانۍ تګلارې خپلې موخې نه دي پوره کړې او د سیمې د جیوپولیټیکو بدلونونو له امله یې اغېزمنتیا کمه شوې ده.

د پاکستان د افغانستان تګلاره او د ضیاالحق میراث

محمد امیر رانا لیکلي، که څه هم د پاکستان د افغانستان تګلارې بنسټونه د ذوالفقار علي بوټو د واکمنۍ پر مهال کېښودل شول، خو د هغه په اند، پوځي واکمن جنرال ضیاالحق دغه تګلاره په یوه ایډیالوژۍ بدله کړه.

د لیکوال په وینا، په ۱۹۷۳ کال کې په کابل کې د سردار محمد داوود خان له واک ته رسېدو او د پښتونستان د مسئلې له بیا راپورته کېدو وروسته، د بوټو حکومت د افغان اسلامپالو کوربه‌توب او روزنې ته مخه کړه. د دغو کسانو په ډله کې داسې کسان هم وو چې وروسته د شوروي اتحاد پر وړاندې د جګړې قوماندانان شول.

هغه زیاتوي، د پاکستان د سرحدي ځواکونو او د حکومت د یوې کوچنۍ کړۍ له لوري دغه بهیر د کابل پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه کارول کېده.

رانا لیکلي، په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل وروسته، د پاکستان د افغانستان تګلارې پراخ بڼه خپله کړه او جهاد، د افغان کډوالو اقتصاد، دیني مدرسې، د ستراتیژیک عمق نظریه او د استخباراتي ادارو پراخېدونکی رول د دولت د تګلارې مهمې برخې وګرځېدې.

د هغه په باور، د دغې تګلارې اغېزې تر اوسه هم د پاکستان پر سیاسي او امنیتي جوړښتونو لیدل کېږي.

د تحریک انصاف د حکومت د لرې کېدو په اړه د لیکوال لیدلوری

رانا په خپله لیکنه کې د خیبر پښتونخوا د تحریک انصاف حکومت د لرې کېدو موضوع هم د پاکستان د نوې افغانستان تګلارې له بحث سره تړلې ده.

د هغه په وینا، د تحریک انصاف پر حکومت تور لګېده چې د وسله‌والو ډلو پر وړاندې یې روښانه دریځ نه درلود او په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا په جنوبي سیمو کې یې د دغو ډلو د نفوذ د پراخېدو مخه ونه نیوله.

لیکوال وايي، د پاکستان امنیتي کړۍ د امنیتي تګلارو پر وړاندې سیاسي مخالفت د دولت پر ضد د فعالیت او د دښمن د ملاتړ په توګه ارزوي. د هغه په اند، د امنیتي چارو په اړه د ملکي حکومتونو او امنیتي ادارو ترمنځ اختلافونه له پخوا راهیسې د سیاسي ترینګلتیاوو لامل شوي دي.

هغه زیاتوي، د تحریک انصاف د حکومت د لرې کېدو له امله د نوې افغانستان تګلارې پر وړاندې ځینې سیاسي خنډونه له منځه تللي دي؛ خو اوس به د نوې تګلارې د عملي پایلو مسؤلیت د واکمنو پر غاړه وي.

له افغان طالبانو سره د اړیکو د پرېکون مسئله

د لیکوال په وینا، د پاکستان په امنیتي کړیو کې د افغانستان د اوسني واکمن حکومت څخه د واټن نیولو نظر هم د نوې تګلارې یوه برخه ګڼل کېږي.

خو رانا پوښتنه راپورته کړې چې که د افغانستان واکمن حکومت د هغو وسله‌والو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي ژمنه وکړي چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي، نو په دې صورت کې به د پاکستان دریځ څه وي؟

هغه لیکلي، د نوې تګلارې نور اړخونه هم لا روښانه نه دي او باید څرګنده شي چې پاکستان به له افغانستان سره خپلې اړیکې څنګه تنظیموي.

د لیکوال په اند، د تحریک انصاف پخواني حکومت د پراخو پوځي عملیاتو، د خلکو د بې‌ځایه کېدو او د امنیتي لګښتونو د زیاتېدو په اړه اندېښنې لرلې؛ هغه عوامل چې سیاسي پایلې هم لرلای شي.

د پاکستان پر سیاسي ګوندونو د پخوانۍ تګلارې اغېزې

رانا د پاکستان د خلکو ګوند د پخوانۍ افغانستان تګلارې په اړه هم لیکلي دي. د هغه په وینا، که څه هم د ذوالفقار علي بوټو حکومت د دغې تګلارې په جوړولو کې ونډه لرله، خو جنرال ضیاالحق هغه په یوه پراخ امنیتي او ایډیالوژیک چوکاټ بدله کړه.

لیکوال د بېنظیر بوټو د واکمنۍ پر مهال د افغان طالبانو د روزنې موضوع هم یاده کړې او لیکلي یې دي چې جنرال نصیرالله بابر په ۱۹۹۴ او ۱۹۹۶ کلونو کې د طالبانو د پیاوړتیا په بهیر کې ونډه لرله.

د هغه په وینا، د طالبانو د بېلابېلو نسلونو له فعالیتونو د خلکو ګوند هم درانه زیانونه لیدلي، چې د بېنظیر بوټو وژل کېدل یې یوه بېلګه ده.

د لیکنې پایله

محمد امیر رانا په خپله شننه کې ټینګار کړی چې د پاکستان د افغانستان تګلاره یوازې د یوې سیاسي ډلې یا یوه حکومت محصول نه ده، بلکې د څو لسیزو په اوږدو کې د بېلابېلو حکومتونو او امنیتي کړیو د پرېکړو پایله ده.

د هغه په اند، که پاکستان غواړي په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو او له افغانستان سره د اړیکو ستونزې هوارې کړي، نو باید د خپلې پخوانۍ تګلارې اغېزې وارزوي او د نوې تګلارې موخې او عملي لارې روښانه کړي.