په هرات کې د ښځو کاروبارونه پراخ شوي؛ تېر کال ۴۰۰ ښځو جوازونه اخیستي

0
47

د افغانستان په هرات ولایت کې د ښځو او نجونو کوچني او منځني کاروبارونه پراخ شوي او د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د شمېرو له مخې، په تېر یوه کال کې شاوخوا ۴۰۰ ښځو د خپلو کاروبارونو لپاره جوازونه ترلاسه کړي دي.

د یادې خونې د معلوماتو له مخې، د ښځو کاروبارونو نورو ښځو او نجونو ته هم د کار زمینه برابره کړې ده. د دوی ډېری په کورنیو او کوچنیو کاروبارونو، لکه د خوږو په جوړولو، ګنډلو، ګلدوزۍ، غالۍ اوبدلو او نورو لاسي صنایعو کې بوختې دي.

په هرات کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرې، بهناز سلجوقي ویلي، چې د ښځو ډېری کاروبارونه کوچني او کورني دي، خو شاوخوا ۱۰ سلنه ښځې لوی او منځني کاروبارونه پر مخ وړي.

د هرات یو شمېر کاروبار لرونکو ښځو او نجونو له حکومتي ادارو او سوداګریزو بنسټونو غوښتي، چې د دوی د فعالیتونو د پراختیا لپاره مالي او نورې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي. د دوی په وینا، د لومړنۍ پانګې او خامو توکو نشتوالی د کاروبارونو د پراختیا پر وړاندې له مهمو ستونزو څخه دي.

په هرات کې یوې اوسېدونکې، آرزو احمدي شاوخوا یو کال وړاندې د خوږو جوړولو مرکز پرانیستی، چې اوس پکې ۲۵ نورې ښځې او نجونې هم کار کوي.

احمدي وايي، د خپل کاروبار د پراختیا او نورو نجونو ته د کار برابرولو لپاره اضافي پانګې او خامو توکو ته اړتیا لري. نوموړې له اړوندو ادارو غوښتي، چې د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي.

په ورته وخت کې، د هرات په ورکشاپونو او کوچنیو تولیدي مرکزونو کې هم ښځې او نجونې د ګنډلو، ګلدوزۍ، غالۍ اوبدلو او نورو لاسي کارونو له لارې عاید ترلاسه کوي.

په یوه ورکشاپ کې روزل کېدونکې سمیعه رحماني وايي، چې دغه ډول مرکزونه ښځو ته د مسلکي مهارتونو د زده کړې او کار کولو زمینه برابروي، څو د خپلو کورنیو په لګښتونو کې ونډه واخلي.

په پنځو کلونو کې تر ۱۷۰۰ ډېرو ښځو جوازونه اخیستي

د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د شمېرو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې تر ۱۷۰۰ ډېرو ښځو او نجونو د خپلو کاروبارونو لپاره جوازونه ترلاسه کړي دي. په دې ډله کې هغه ښځې هم شاملې دي، چې له ایرانه تر ایستل کېدو وروسته افغانستان ته ستنې شوې دي.

د راپور له مخې، د ښځو د کاروبارونو د پراختیا لپاره مالي ملاتړ، د خامو توکو برابرول، مسلکي روزنه او د تولیداتو د پلور لپاره د مناسبو بازارونو رامنځته کول هغه اړتیاوې دي، چې پوره کېدل یې د دوی د فعالیتونو په دوام او پراختیا کې مرسته کولی شي.

د ښځو د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو پیاوړتیا نه یوازې د هغوی د کورنیو په عاید کې د زیاتوالي لامل کېدای شي، بلکې د سیمه‌ییز اقتصاد په پیاوړتیا او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې هم ونډه لرلی شي.