د ټرانس‌افغان رېل‌پټلۍ د پراختیا لپاره د پنځو هېوادونو خبرې؛ د سیمه‌ییزې سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار

0
57

د افغانستان، قزاقستان، ازبکستان، پاکستان او ایران چارواکو د اورګاډي پټلۍ د پراختیا او د سیمه‌ییزې سوداګرۍ د پراخولو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د واکمن حکومت د سرچینې په وینا، دا خبرې د اکتوبر په ۱۶مه د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د «نوې ورېښمو لارې» په نوم د سوداګرۍ د یوه نړیوال فورم په څنډه کې شوې دي.

په دې غونډه کې د اورګاډي پټلۍ د احتمالي لارو، د اړینو بنسټونو د جوړولو، د لګښتونو د برابرولو او د پانګوالو د راجلبولو په اړه خبرې شوې دي.

د قزاقستان د ترانسپورټ وزیر نورلان سورانبایف ویلي، ګډونوالو هېوادونو د ټرانس‌افغان او کاسا رېل‌پټلۍ د پرمختګ لپاره پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی او اوس باید خبرې عملي ګامونو ته واوړي.

د دې پروژې موخه د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونه د پاکستان له رېل‌پټلۍ او سمندري بندرونو سره نښلول دي. د دې لارې په جوړېدو سره به د توکو د لېږد لپاره یو بدیل مسیر رامنځته شي او افغانستان ته به د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او ترانزیټ له لارې د عوایدو د ترلاسه کولو زمینه برابره شي.

د راپورونو له مخې، د دې لارې له بشپړېدو وروسته ښايي هر کال تر لسو میلیونو ټنو پورې توکي د کراچۍ او ګوادر بندرونو پر لور ولېږدول شي؛ خو دا اټکلي وړتیا ده، نه د اوسني لېږد اندازه.

افغانستان، ازبکستان او پاکستان د ۲۰۲۵ کال په جولای کې هم د ټرانس‌افغان رېل‌پټلۍ د اقتصادي او تخنیکي ارزونې په اړه هوکړه کړې وه.

تر اوسه د پروژې د عملي کېدو لپاره د مالي سرچینو برابرول، د لارې وروستی ټاکل او د رېل‌پټلۍ د اړینو بنسټونو جوړول مهم پړاوونه بلل کېږي. د پروژې د بشپړېدو وخت او وروستی لګښت په ورکړل شوي راپور کې نه دي مشخص شوي.