په فرانسه کې د زده‌کوونکو پراخ لاریونونه؛ ولې زده‌کوونکي لارو ته راوتلي او څه غواړي؟

0
78

په فرانسه کې د ښوونځیو د کمزورو اسانتیاوو، د ښوونکو د کمښت او د زده‌کړې د خرابو شرایطو پر ضد د زده‌کوونکو لاریونونه پراخ شوي دي. دغه لاریونونه چې په پیل کې د پاریس په یوه څنډه کې د ښوونکو د اعتصاب د ملاتړ لپاره پیل شوي وو، وروسته د هېواد نورو سیمو ته هم وغځېدل.

د سي اېن اېن د راپور له مخې، په دغو لاریونونو کې زرګونه کسان نیول شوي، چې ډېری یې کم‌عمره زده‌کوونکي دي او تر دې وړاندې یې جرمي مخینه نه لرله. د لاریونونو پر مهال زده‌کوونکي، ښوونکي او د پولیسو سرتېري هم ټپیان شوي دي.

راپور زیاتوي، د فرانسې په شمال ختیځ لینس ښار کې یوه زده‌کوونکي د لاسي بم له پورته کولو وروسته خپل لاس له لاسه ورکړی او په تور ښار کې یو بل زده‌کوونکی د یوې سترګې له لید څخه محروم شوی دی.

د سې‌شنبې په ورځ هم ګڼ شمېر زده‌کوونکي، ښوونکي او د کارګرانو د ټولنو استازي د لاریونونو په دوام سړکونو ته راوتلي وو. په پاریس کې پولیسو د لاریونوالو د خورولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز کارولی او په ځینو سیمو کې د دواړو خواوو ترمنځ نښتې شوې دي. د راپور له مخې، لاریونوالو د کثافاتو ډبې، د ښوونځیو مېزونه او څوکۍ سوځولې او پولیسو د وضعیت د کنټرول لپاره ډالونه او لرګي کارولي دي.

د لاریونونو لومړنی پړاو د سپټمبر پر ۲۱مه د پاریس په یوه څنډه کې د سنټ اېګزوپېري په نوم لېسه کې پیل شوی و. زده‌کوونکو له خپلو ښوونکو سره یوځای د ښوونځي د کارکوونکو او اړینو اسانتیاوو د کمښت پر ضد اعتراض کړی و. کله چې د دوی ځینې غوښتنې ومنل شوې او ښوونځي ته نور کارکوونکي ولېږل شول، اعتصاب پای ته ورسېد؛ خو لاریونونه تر هغه وخته نورو سیمو ته هم خپاره شوي وو.

وروسته د پاریس او شاوخوا سیمو زده‌کوونکو د ښوونځیو د ننوتلو لارې وتړلې او دغه لړۍ د فرانسې شمالي ښار لېل څخه تر جنوبي ښار مارسی پورې وغځېده. د لاریونونو پر مهال د اورلګونې، د لارو د بندولو، پر ښوونیزو کارکوونکو د بریدونو او له پولیسو سره د نښتو ویډیوګانې هم خپرې شوې دي.

د راپور له مخې، د لاریونونو له پیل راهیسې له سلو څخه زیاتو لېسو ته زیان اوښتی دی. د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د لاریونونو د چټک خپرېدو له امله د پولیسو پر چلند او په اعتراضونو کې د افراطي کیڼ‌اړخو ډلو پر ونډې هم بحثونه راپورته شوي دي.

د زده‌کوونکو اساسي ستونزې څه دي؟

د زده‌کوونکو شکایتونه تر ډېره د فرانسې د ښوونیز نظام له اوږدمهالو ستونزو سره تړاو لري. د راپور له مخې، په ګڼو ښوونځیو کې د زده‌کوونکو شمېر د شته اسانتیاوو له ظرفیت څخه لوړ دی، درسي وسایل کم دي او د ښوونکو او نورو کارکوونکو د نشتوالي له امله ځینې درسي ساعتونه هم لغوه کېږي.

د ۲۰۱۰ کال په شاوخوا کې د زېږونونو د شمېر له زیاتېدو سره په لېسو کې د زده‌کوونکو شمېر هم لوړ شوی، خو د راپور له مخې، ښوونیز نظام په وروستیو کلونو کې د بودجې له کمښت سره مخ شوی دی.

د ۲۰۰۸ کال په پرتله اوس په منځنیو ښوونځیو او لېسو کې د ښوونکو شمېر کم شوی، په داسې حال کې چې د زده‌کوونکو شمېر شاوخوا ۲۵۰ زره زیات شوی دی. همدارنګه، د راپور له مخې، د دولتي ښوونځیو په ۷۰ سلنه ټولګیو کې تر ۳۰ زیات زده‌کوونکي زده‌کړې کوي.

د فرانسې حکومت څه غبرګون ښودلی؟

د حکومت پر غبرګون نیوکه کوونکي وايي، چارواکو د زده‌کوونکو ستونزو ته پر وخت پام نه دی کړی او په لومړیو کې یې تر ډېره په لاریونونو کې د افراطي کیڼ‌اړخې ډلې «لا فرانس انسومیز» پر ګډون تمرکز کړی دی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته ویلي چې وضعیت نور یوازې د زده‌کوونکو تر اعتراضونو محدود نه دی پاتې شوی، بلکې د ښاري تاوتریخوالي بڼه یې خپله کړې ده. د راپور له مخې، په یوه ورځ کې نږدې دوه زره کسان نیول شوي دي.

د ۱۹۶۸ کال له لاریونونو سره پرتله

فرانسه د زده‌کوونکو د لاریونونو اوږد تاریخ لري. د ۱۹۶۸ کال په مې میاشت کې د زده‌کوونکو اعتراضونه په پراخو اعتصابونو بدل شول او د هېواد پر سیاسي او ټولنیز وضعیت یې ژور اغېز وکړ. د هغه وخت له مشهورو شعارونو څخه یو دا و: «واقعیت‌پال اوسئ او د ناممکن غوښتنه وکړئ.»

خو د اوسنیو لاریونونو په اړه د راپور یوه مهمه یادونه دا ده چې ډېری زده‌کوونکي خپلې غوښتنې ډېرې لوړې نه بولي؛ بلکې وايي، دوی یوازې د زده‌کړې لپاره لږ تر لږه اړین شرایط غواړي.

دوی د ښوونکو زیاتوالی، د ښوونځیو د اسانتیاوو ښه والی او داسې ښوونیز نظام غواړي چې د زده‌کوونکو اړتیاوې پوره کړای شي.