د روسیې او افغانستان ترمنځ په سوداګریزو او اقتصادي اړیکو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او د روان کال په تېرو اوو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې کچه د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه نیم برابره لوړه شوې ده.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته شوی چې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې د سوداګرۍ، انرژۍ او پانګونې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي. دواړو لورو په ځانګړې توګه د «شمال ـ سوېل نړیوال دهلېز» پر فعالولو ټینګار کړی، څو د سیمې د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر چټک او لګښتونه یې راکم شي.
د راپور له مخې، دواړو هېوادونو هوکړه کړې چې د ګډو اقتصادي او بنسټیزو پروژو په اړه به د دولتي ادارو ترمنځ منظمې خبرې روانې ساتي.
همدارنګه، دواړو لورو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر پراخولو ټینګار کړی، څو د سوداګریزو پلاوو تګ راتګ زیات او د نوې پانګونې لپاره نور فرصتونه برابر شي.
دا پرمختګ په داسې حال کې دی چې کابل او مسکو هڅه کوي د سوداګرۍ، ترانسپورټ، انرژۍ او پانګونې په برخو کې خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.


