د پاکستان دولتي خبري اژانس (APP) د راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا د معلوماتي ټکنالوژۍ ادارې (KPITB) د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د ۲۰۲۶ کال د ډیجیټلي حکومتولۍ نړیواله جایزه ترلاسه کړې ده.
د اژانس د راپور له مخې، دغه جایزه د دولتي خدمتونو د ډیجیټلي کولو، د حکومتولۍ د ښه والي او خلکو ته د دولتي خدمتونو د اسانه لاسرسي په برخه کې د خیبر پښتونخوا د هڅو په پار ورکړل شوې ده.
د خیبر پښتونخوا د ډیجیټلي بدلون بهیر د وزیر اعلیٰ د ښې حکومتولۍ د تګلارې او «ډیجیټل کېپي ۲۰۳۰» لیدلوري له مخې پر مخ وړل کېږي، چې موخه یې د دولتي خدمتونو ډیجیټلي کول، روڼتیا او د خلکو اړتیاوو ته د خدمتونو برابرول دي.
دغه جایزه د اسیا او اقیانوسیه د کمپیوټري صنعتونو سازمان (ASOCIO) له خوا ورکړل شوې ده. یاد سازمان هغو ادارو ته جایزې ورکوي چې د معلوماتي ټکنالوژۍ په مرسته د دولتي خدمتونو په وړاندې کولو کې نوښت او غوره کارکردګي وښيي.
د راپور له مخې، دا لاسته راوړنه د خیبر پښتونخوا د حکومت، د معلوماتي ټکنالوژۍ ادارې او د «ډیجیټل کېپي» نوښت د ټولو ښکېلو خواوو د ګډو هڅو پایله بلل شوې ده.


