پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي، پاکستان د تېرو کلونو د ناسمو تګلارو او واکمنو د زورواکو چلندونو له امله له ګڼو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ شوی دی.
دغه څرګندونې د ګوند د مرکزي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې شوې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ولسواکۍ په لاره کې د وژل شویو کسانو د یاد او درناوي لپاره به د ژوب او شیراني ولسوالیو ګډه ولسي غونډه د اکتوبر پر ۷مه د ژوب ښار په «باز محمد شهید» پارک کې جوړه شي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې به د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د «تحریک تحفظ آئین پاکستان» مشر او د پاکستان په ملي جرګه کې د اپوزېسیون مشر، او د ګوند نور مرکزي، ولایتي او سیمهییز مشران ویناوې وکړي.
ګوند ویلي، د ۱۹۸۳ کال د اکتوبر پر ۷مه په کوټه کې د ولسواکۍ په ملاتړ د یوې مظاهرې پر مهال د دغه ګوند څلور غړي وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي وو. د خبرپاڼې له مخې، د ۱۹۹۱ کال د اکتوبر پر ۱۱مه هم په کوټه کې د ګوند پنځه مشران او غړي وژل شوي وو.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي، هېواد دا مهال له سیاسي بېثباتۍ، بېوزلۍ، بېکارۍ، د بیو له لوړېدو او د دولتي ادارو له کمزورتیا سره مخ دی.
د ګوند په وینا، د اساسي قانون پلي کېدل، د ولسواکۍ ټینګښت، د ولس د واک پیاوړتیا، د پارلمان خپلواکي او د ټولو قومونو لپاره د یوه رښتیني ولسواک فدرالي نظام جوړول د هېواد د اوسنیو ستونزو د هواري لپاره اړین دي.
په خبرپاڼه کې د ژوب او شیراني له اوسېدونکو غوښتنه شوې چې په یاده ولسي غونډه کې ګډون وکړي.


