ننګرهار کې ۱۵۰ کورنیو ته نږدې ۴ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

0
61

لخوا: داود جبارخیل


د افغانستان د ننګرهار ولايت د کډوالو چارو ریاست تر څارنې لاندې، د NRC او UNHCR له لوري او د APBHO په تخنیکي همکارۍ، ۱۵۰ راستنو شويو، داخلي بې‌ځایه شوو او ځايي زیانمنو کورنیو ته ټولټال ۳ میلیونه او ۹۶۳ زره او ۸۷۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

په لومړۍ برخه کې، NRC له لوري ۱۰۰ کورنیو ته له ۱۴ زره او ۹۵۰ څخه تر ۱۶ زره او ۲۵۰ افغانیو پورې، ټولټال یو میلیون او ۶۲۵ زره افغانۍ ووېشل شوې. په دویمه برخه کې، د UNHCR په مالي ملاتړ او د APBHO په تخنیکي همکارۍ پر ۵۰ کورنیو له ۳۸ زره څخه تر ۴۸ زره افغانیو پورې، جمله ۲ میلیونه او ۳۳۸ زره او ۸۷۰ افغانۍ مرسته وشوه.

د ننګرهار د کډوالو چارو رئیس مولوي غلام الرحمن بلال د مرستو له ترسره کېدو مننه وکړه او له ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو یې وغوښتل چې د راستنېدونکو او بې‌ځایه شوو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي. نوموړي ډاډ ورکړ چې ریاست به له همکارو مؤسسو سره د مرستو د اغېزمن تطبیق لپاره همغږي او همکاري روانه وساتي.