په ننګرهار کې یوې ۲۰ کلنې نجلۍ د خیاطۍ کوچنی کار پیل کړی

0
78

د افغانستان د ننګرهار ولايت د جلال‌اباد ښار یوې ۲۰ کلنې نجلۍ، فضیلې، د پلار له مړینې وروسته د کورنیو اقتصادي ستونزو او رواني فشارونو ترڅنګ د حرفوي زده‌کړو له لارې د خیاطۍ کوچنی کار پیل کړی دی.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په یوه خپره کړې کیسه کې ویلي، چې د فضیلې پلار د روان کال په لومړیو کې مړ شوی او له هغه وروسته نوموړې له خپلې کورنۍ سره د کور کرایې، خوړو او نورو لومړنیو اړتیاوو د برابرولو له ستونزو سره مخ شوې ده.

فضیله د ۱۳ اولادونو په کورنۍ کې تر ټولو کشره ده. د هغې څلور وروڼه او اته خویندې دي. د هغې وروڼه د مزدورۍ له لارې د کور لګښتونه پوره کوي، خو د کورنۍ د ډېرو غړو له امله یې عاید د ټولو اړتیاوو لپاره بسنه نه کوي.

د دغو ستونزو ترڅنګ، د پلار مړینې هم پر فضیلې رواني فشار زیات کړی و. نوموړې وروسته په جلال‌اباد ښار کې د ځوانانو له څو اړخیز مرکز سره یوځای شوه؛ دغه مرکز د UNFPA په ملاتړ فعالیت کوي او ځوانانو ته د روغتیا، رواني او ټولنیز ملاتړ، حرفوي زده‌کړو او د ژوند د مهارتونو په برخو کې روزنه ورکوي.

فضیلې په دغه مرکز کې د سوداګرۍ د پراختیا په روزنیز پروګرام کې ګډون وکړ او د بودجې جوړولو، له پېرېدونکو سره د چلند او د سوداګرۍ د پلان جوړولو په اړه یې زده‌کړې وکړې. هغې د کارموندنې اړوند روزنې ترڅنګ د جامو ګنډلو او ډیزاین په حرفوي زده‌کړو کې هم ګډون وکړ.

د یادو زده‌کړو له بشپړولو او د سوداګرۍ د جواز له ترلاسه کولو وروسته، فضیلې د خپلې کورنۍ په کور کې د خیاطۍ کوچنی کار پیل کړ. د نوموړې په وینا، له دې لارې اوس یو څه عاید ترلاسه کوي او د کورنۍ د ورځنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کوي.

فضیلې د ځوانانو له دغه مرکز څخه د رواني او ټولنیز ملاتړ خدمتونه هم ترلاسه کړي دي. هغې ویلي، چې له پلار څخه له پاتې کېدو وروسته د کورني وضعیت له امله تر ډېره تر رواني فشار لاندې وه، خو د مرکز له روزنیزو پروګرامونو وروسته یې پر خپل راتلونکي باور زیات شوی دی.

د UNFPA په وینا، دغه روزنیز پروګرامونه د ملګرو ملتونو د مرکزي بېړني غبرګون صندوق (CERF) په مالي ملاتړ ترسره کېږي او موخه یې ځوانانو ته د کار او ځان‌بساینې لپاره د اړینو مهارتونو ورزده کول دي.

فضیله اوس غواړي خپل د خیاطۍ کار پراخ کړي، د کورنۍ لپاره ثابت عاید برابر کړي او په راتلونکې کې له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا شي.