د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر پر کاروان برید؛ شپږ ساتونکي ټپیان

0
51

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ ولسوالۍ کې د کورنیو چارو وزیر میر ضیاءالله لانګو پر کاروان وسله‌وال برید شوی، چې له امله یې د نوموړي شپږ ساتونکي ټپیان شوي دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، لانګو د جمعې په سهار له قلات څخه د کوټې پر لور روان و، چې د مستونګ د کډکوچې په کنډ عمراني سیمه کې د کوټې ـ کراچۍ پر لویه لار پرې وسله‌والو ډزې وکړې.

د پولیسو او بریدګرو ترمنځ د ډزو په تبادله کې د وزیر د ساتنې دنده لرونکي د ترهګرۍ ضد ځواک شپږ سرتېري ټپیان شوي دي. د ټپیانو له ډلې د یوه تن روغتیايي حالت نازک ښودل شوی.

ټپیان لومړی د مستونګ نواب غوث بخش روغتون ته وړل شوي او تر لومړنۍ درملنې وروسته د لا نورو روغتیايي خدمتونو لپاره کوټې ته انتقال شوي دي.

د لانګو د دفتر کارکوونکو ویلي، چې نوموړی په برید کې خوندي پاتې شوی او له پېښې وروسته په خوندي توګه کوټې ته رسېدلی دی. د هغوی په وینا، لانګو د خپلواکۍ ورځې په مراسمو کې د ګډون لپاره قلات ته تللی و.

پولیس وايي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.