د جاپان د پلازمېنې توکیو ختیځ ته په چیبا ولایت کې د بېساري درنو بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه اته کسان مړه شوي دي.
راپورونه وايي، د چیبا په ځینو سیمو کې په ۲۴ ساعتونو کې له ۳۶۰ مليمټرو ډېر باران ورېدلی، چې له امله یې د جاپان هوا پېژندنې ادارې د سختو بارانونو تر ټولو لوړه کچه خبرداری ورکړی دی.
د سېلابونو له امله د سیمې ترانسپورتي چارې سختې ګډوډې شوې او شاوخوا ۷ زره مسافر د شپې له خوا د ناریتا نړیوال هوايي ډګر کې بند پاتې شوي وو. د جمعې په ورځ د ترانسپورتي خدمتونو د بېرته پیل کېدو بهیر هم پیل شوی دی.
چارواکو نږدې ۲۳۰ زره اوسېدونکو ته د خوندي سیمو پر لور د وتلو سپارښتنه کړې ده. سېلابونو تر ۸۰ ډېر کورونه هم اغېزمن کړي او په ګڼو سیمو کې د برېښنا د پرې کېدو لامل شوي دي.
د پېښې د سمبالولو او له زیانمنو خلکو سره د مرستې لپاره جاپاني پوځي ځواکونه هم د ژغورنې او بېړنیو مرستو عملیاتو ته استول شوي دي.
چارواکو دغه پېښه د سختو هوايي شرایطو له امله یوه بېساري طبیعي پېښه بللې ده.


