د پخوانۍ فاټا او بلوچستان یو شمېر زدهکوونکي د طبي زدهکړو د ځانګړو څوکيو د ترلاسه کولو لپاره د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PMDC) مخې ته په سولهییز ډول احتجاج کوي.
د زدهکوونکو په وینا، اړوندو طبي پوهنتونونو د دوی لپاره د طبي زدهکړو څوکۍ منظورې کړې او د زدهکوونکو د جذب لپاره د ظرفیت شتون یې هم تایید کړی، خو تر اوسه د دغو څوکيو د ورکړې بهیر نه دی بشپړ شوی.
زدهکوونکي وايي، دا لومړی ځل نه دی چې د خپلو زدهکړو د حق لپاره اعتراض کوي. دوی تر دې مخکې هم د لسو ورځو لپاره د پياېمډيسي مخې ته احتجاج کړی و، چې وروسته د شورا د مشر او ځینو پارلماني استازو له لوري د ستونزې د هواري له ژمنې سره خپل احتجاج پای ته رسولی و.
دوی زیاتوي چې د یادو ژمنو سربېره لا هم د څوکيو په اړه عملي اقدام نه دی شوی او له همدې امله ګڼ زدهکوونکي له رواني فشار او اندېښنو سره مخ دي.
د زدهکوونکو په خبره، د هېواد په بېلابېلو برخو کې طبي پوهنتونونو د دوی لپاره د څوکيو شتون تایید کړی، خو د پياېمډيسي له خوا د موضوع د حل ځنډ د دوی د زدهکړو بهیر اغېزمنوي او د تحصیلي کال مهم وخت ترې اخلي.
دوی وايي، د پخوانۍ فاټا او بلوچستان ډېری زدهکوونکي له وړاندې په خپلو سیمو کې له ناامنیو او بېلابېلو ستونزو سره مخ شوي او باید د زدهکړو پر وړاندې یې نور خنډونه رامنځته نه شي.
زدهکوونکو له اړوندو چارواکو غوښتنه کړې چې له دوی سره شوې ژمنې عملي کړي، د اړوندو پوهنتونونو له خوا منظورې شوې طبي څوکۍ ژر تر ژره ورکړي او هغوی ته اجازه ورکړي چې خپلې طبي زدهکړې په ټاکلي وخت کې پیل او دوام ورکړي.


