محسن نقوي: د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره کارول کېږي

0
57

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، چې د افغانستان خاوره په دوامدار ډول د پاکستان پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره کارول کېږي.

نقوي دا څرګندونې د ناروې د بهرنیو چارو له وزیر ایسپن بارت ایدې سره په لیدنه کې کړې دي. د دواړو لورو ترمنځ په دې لیدنه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي، د پولیسو د روزنې او د قانوني مرستو په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.

د لیدنې پر مهال د افغانستان پر روان وضعیت او په دغه هېواد کې د پاکستان له لوري د ناقانونه یا ممنوعه ډلو په توګه یادو شوو سازمانونو پر فعالیتونو هم بحث شوی دی.

محسن نقوي ویلي، پاکستان ځان د نړۍ او ترهګرۍ ترمنځ د خنډ په توګه ویني او د ترهګرۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره یې د ټولو هېوادونو ګډې هڅې اړینې بللې دي.