د زیارت او پښین ترمنځ پر موټرسایکل سپرو ډزې؛ دوه کسان وژل شوي

0
68

د بلوچستان د زیارت او پښین ولسوالیو ترمنځ سیمه کې د ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو کې دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی، په داسې حال کې چې د دوو نورو کسانو د ورکېدو خبر ورکړل شوی دی.

د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، پېښه تېره شپه د زیارت د «کڅ» او د پښین د «خانایي بابا» ترمنځ هغه مهال رامنځته شوه چې ناپېژاندو وسله‌والو د زیارت ـ کوټې پر لویه لار پر موټرسایکل سپرو کسانو ډزې وکړې.

په ډزو کې احسان‌الله او محمد یونس وژل شوي او یو بل کس ټپي شوی دی. د پېښې پر مهال ټپي کس او د هغه ملګري موټرسایکل چټک کړ او له سیمې څخه په وتلو یې ځانونه ژغورلي دي.

د وژل شویو او ټپي کسانو د کورنۍ غړو ویلي چې دوه نور کسان لا هم ورک دي. ویل کېږي چې د پېښې ښکېل کسان د زیارت د سنځاوۍ اوسېدونکي وو او له سنجاوي څخه کوټې ته روان وو.

د وژل شویو کسانو د جنازې لمونځ په سنځاوۍ کې ادا شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د زیارت د «کڅ» سیمې ته څېرمه د جولای پر شپږمه هم په یوه برید کې ۳۰ پولیس وژل شوي وو. د پاکستان امنیتي چارواکو هغه برید د تحریک طالبان پاکستان له لوري بللی و.