د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي ویلي، پاکستان به تلپاتې وي او هېڅوک یې د وېشلو توان نه لري.
نوموړي د خپلواکۍ ورځې په مناسبت په پولو میدان کې یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې د هېواد لپاره د وژل شویو کسانو یادونه وکړه او ویې ویل، چې د پوځ، پولیسو، ملکي وګړو او نورو امنیتي ځواکونو قربانۍ د درناوي وړ دي.
بګټي زیاته کړه، چې بلوچستان کې امنیتي ځواکونه د سولې او ثبات لپاره قربانۍ ورکوي او د وژل شویو کسانو کورنۍ د ټولنې له خوا په خپل غم کې یوازې نه دي.
د بلوچستان وزیراعلیٰ وویل، ځینې کړۍ د بېلابېلو تبلیغاتو له لارې د دغه ولایت ځوانان اغېزمنول غواړي، خو د ده په وینا، ځوانان اوس د دغو هڅو په اړه ښه پوه شوي دي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د پاکستان له جوړېدو سره د خلکو د قربانیو لړۍ پای ته نه ده رسېدلې او په بلوچستان کې هم د امنیت لپاره قربانۍ دوام لري.
بګټي په خپلو څرګندونو کې ځان او د بلوچستان خلک د پاکستان پلوي وبلل او ویې ویل چې د هېواد د یووالي او خپلواکۍ لپاره به خپل دریځ ته دوام ورکوي.


