جمرود کې د رکشې چپه کېدو له امله څلور کسان مړه شوي

0
56

خیبرپښتونخوا؛ د خیبر ولسوالۍ د جمرود تحصیل د علي مسجد په سیمه کې یو رکشه ژورې کندې ته لوېدلی، چې له امله یې څلور کسان مړه شوي دي.

د معلوماتو له مخې، پېښه تېره شپه د شاه ګۍ دوسره کې په داسې مهال شوې، چې یاد کسان له یوه پروګرام وروسته په رکشه کې پېښور ته روان وو.

ویل کېږي، چې دوی د پروګرامونو پر مهال د ډول او نورو موسیقۍ وسایلو غږولو دنده ترسره کوله. د شپې په تیاره کې رکشه له چلوونکي څخه بې واکه شوی او له سړکه ژورې کندې ته لوېدلی دی.

د پېښې په پایله کې په رکشه کې سپاره څلور واړه کسان په ځای مړه شوي دي. د سرچینو په وینا، د وژل شویو کسانو د پېښور د شاقبول سیمې اوسېدونکي وو.

د پېښې په اړه د نورو جزئیاتو په تړاو چارواکو تر اوسه څه نه دي ویلي.